لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني لارښوونې د رحم سرچينه او مېوه
قرآن کریم د الله تعالی له لوري د شفا په بڼه فضل، رحمت، وګړو ته د خوښۍ سرچينه او د پرمختګ بنسټ دى. عدل، ورورګلوي ترحم او د حلالو له پلوه د ټولنې
پر ځان بسيا کیدل د قرآني ښوونو هغه روزنيز بنسټ دی، چې د
ژوند له فردي او اجتماعي پرمختياوو سره
پرمختګ او قوت پيدا کوي.
قرآن د فردي، کورني، اجتماعي او حکومتي
ژوند لپاره د
لورنې، ورورګلوۍ او عدالت داسې اصول او وسايل ايښي
چې تطبیق او کارونه يې د ژوند په سياسي، اقتصادي، اعتقادي، عبادي، صحي، تعلیمي او روزنیزو
اړخونو کې پر
حلالو وګړيزو او ټولنيزو خوښيو او
پرمختګونو ته رسي،
خو د قرآن کریم د الفاظو زده
کړه او له معنا نه بې خبري يا د معنا زده کړه له عمله لرېوالى يا
د ژوند په يوه برخه کې تطبیق او په نورو برخو کې هېرول او شاته
غورځول د قوم
په دنیوي ذلت او اخروي سزاوو
پای ته رسېږي.
الله تعالى وايي: (أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ
وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا
خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ
الْعَذَابِ وَمَا الله بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ».[1]
(ايا تاسې د كتاب پر ځينې برخې ايمان راوړئ او په بله برخه يې
كافر كېږئ؟ نو له تاسې نه چې څوک داسې وكړي، د هغو سزا به يې له دې نوره څه وي چې د دنیا په
ژوند كې ذليل او خوار وي او په اخرت كې به په ډېر سخت عذاب واړول شي الله تعالی ستاسې له دې كړنو
څخه بې خبره نه دى).
دا کتاب د با ايمانه قوم د هر اړخيزې بسياينې رحمت دى دلته الله تعالی ونه ويل: د با ايمانه انسان لپاره ؛ بلکې ټولنه يې ياده کړه، يعنې دلته يو پرتلیز فارمول یاد شوی دى څومره
چې په يوې کورنۍ او ټولنه کې د علم
او ايمان خاوندان ډېر وي، هومره دهدايت لمر ځلاند او د رحمت چینې بهانده وي، يعنې په ټولنه کې
بايد رحم د څومره والي او څرنګوالې له پلوه ډېر شي. پر کيفيت او کميت دواړو کار پکار دى. يا په بله ژبه، څومره
چې بشري نړۍ د بشري ستونزو رژولو ته ژمن وي، د بشري عقلي ارتقا او عاطفې سپېڅلتيا
يې د زيار محور وي هومره بشر پر حلالو پر ځان بسيا او يو بل ته د رحم برنامه او
پيلامه وي.
No comments:
Post a Comment