لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۰.
نړېوال حقایق او قرآن
د الله تعالی پر آیتونو ایمان، انسان د کايناتو له رښتینو او واقعي حقپالو مفاهیمو سره تړي او د انسان په
دماغ کې وهم، خیال، دروغجن تصورات او د بدبینۍ پر اساس انګېرنې او هوډونه له منځه وړي.
که د الله تعالی په آیتونو څوک
ایمان و نه لري، د وهمي، تخیلي او کاذبانه تصوراتو په لومه کې نښلي، چې بیا ورته حق باطل او باطل حق برېښي، ظالم عادل او عادل ظالم، جاهل عالم او عالم جاهل ګڼي، ځکه قرآن کریم
انساني عقل نوښتونو، اختراعاتو او اکتشافاتو ته هڅوي او د ټولو جسمي، عقلي، رواني
او اجتماعي رنځونو درملنه کوي.
«وَإِذَا
بَدَّلْنَا آَيَةً مَكَانَ اٰيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا
إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (١٠١) قُلْ نَزَّلَهُ
رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ اٰمَنُوا وَهُدًى
وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (١٠٢) وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا
يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا
لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ (١٠٣) إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاٰيَاتِ الله لَا
يَهْدِيهِمُ الله وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (١٠٤) إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ
الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاٰيَاتِ الله وَأُولَئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ».[1]
(كله چې موږ د يوه آيت پر ځاى بل آيت نازلوو او الله تعالی ښه پوهېږي چې
څه نازل كړي ؛ نو دا خلک وايي چې تا دا قرآن کریم پخپله جوړ كړى دى، اصلي خبره دا
ده چې دوی زياتره ناپوه دي. دوى ته ووايه چې دا خو سپېڅلو پرېښتو په صحيح توګه زما د رب له لوري په ورو
ورو راوړى دى، چې د ايمان راوړونكو ايمان پوخ كړي او
منونكو ته د ژوند په چارو كې سمه لار وښيي او هغو ته د بري او نېكمرغۍ زېرى وركړي.
موږ ته معلومه ده، دوى ستا په اړه وايي چې دې سړي ته كوم انسان ښوونه لوستنه كوي. په
داسې حال كې چې د كوم انسان لوري ته چې هغوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي ده او دا نږه عربي ژبه ده. څوک چې د الله تعالی آيتونه نه مني، الله
تعالی هېڅكله ورته سمې خبرې او روغ کار ته د رسېدو توفيق نه وركوي او د
داسې خلكو په برخه دردناک عذاب دى. پېغمبر دروغ نه جوړوي ؛ بلكې دروغ
خو هغه كسان جوړوي، چې د الله تعالی آيتونه نه مني، همغوى
په حقيقت كې دروغجن دي).
No comments:
Post a Comment