لیکوال: محمدناصر حلیمي
اجواف الرجال (د مېړنيو عقلي او عاطفي
منځپانګه)
د عبدالله بن مسعود
رضي الله عنه اندېښنې ته ځیر شئ، هغه وايي داسې وخت به راشي چې امانتونه به
ضایع شي، قرآن به د عملي صحنې نه ووځي او خلک به لمونځونه کوي، د ابن مسعود په آند د قرآن مېشتځاى انساني عقل او عاطفه ده.
«عَنْ
شَدَّادِ بْنِ مَعْقِلٍ قَالَ: سَمِعْتُ ابْنَ مَسْعُودٍ يَقُولُ: «إِنَّ أَوَّلَ مَا تَفْقِدُونَ مِنْ دِينِكُمُ الْأَمَانَةَ، وَإِنَّ
آخِرَ مَا يَبْقَى مِنْ دِينِكُمُ الصَّلَاةُ، وَلَيُصَلِّيَنَّ الْقَوْمُ
الَّذِينَ لَا دِينَ لَهُمْ، وَلَيُنْتَزَعَنَّ الْقرآن مِنْ بَيْنَ
أَظْهُرِكُمْ». قَالُوا: يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَلَسْنَا نَقْرَأُ
الْقرآن، وَقَدْ أَثْبَتْنَاهُ فِي مَصَاحِفِنَا؟ قَالَ: «يُسْرَى عَلَيْهِ
لَيْلًا فَيُذْهَبُ بِهِ مِنْ أَجْوَافِ الرِّجَالِ فَلَا يَبْقَى مِنْهُ شَيءٌ». [1]
(له شداد بن معقل نه روایت دی، چې له ابن مسعود رضي الله عنه نه مې اوریدلي دي: په دین کې به
لومړی امانت درڅخه ورکېږي، په آخر کې به مو په دین کې یواځې لمونځ پاتې کېږي، بې
دینه خلک هم لمونځونه کوي، قرآن کریم به ستاسو له منځه ایستل کېږي، هغوی وویل: د
عبدالرحمن پلاره! موږ قرآن کریم لولو او په پاڼو کې يې لیکو، هغه وویل: شپه
ورباندې تېریږي او د مېړنیو له سینو څخه قرآن کریم وځي).
حافظې او ژبې ته
د قرآن سپارل يوه معنا لری، عقل، عاطفه او عمل پری پالل او جوړول مهمه معنا او بنسټیزه موخه لري.
«عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: قَلَّمَا
خَطَبَنَا رسول الله ﷺ إِلا قَالَ: «لَا إِيمَانَ لِمَنْ لَا
أَمَانَةَ لَهُ، وَلا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ».[2]
(انس وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپلو ټولو خطبو کې موږ ته
ویلي دي: څوک چې امانت نه ساتي، ايمان نه لري، څوک چې ژمنه نه لري دین نه
لري).
[1]. أبو بكر عبد
الرزاق بن همام بن نافع الحميري اليماني الصنعاني ، مصنف عبد الرزاق الصنعاني ، ج ، 3 ، ص 363.
[2]. البغوي ، الحسين بن مسعود بن محمد بن الفراء أبو محمد الشافعي تحقيق: شعيب الأرنؤوط-محمد زهير الشاويش ، شرح السنة: ج ۱ص ۷۵.
No comments:
Post a Comment