قرآن کریم د توليدي او استقراري زده کړې کتاب


 لیکوال: محمدناصر حلیمي

د توليدي او استقراري زده کړې کتاب

بشري نړۍ داسې قرآن ته ضرورت لري، چې مادي او معنوي تولید ولري، بشـري سعادت د استقرار هغه پړاو ته ورسوي، چې بشر په اسانۍ وکولای شي د کائناتو او الله پر وړاندې خپلې ژمنې په منتجه بڼه اداء کړي.

دا چې عقل رڼوونکی او روح پالونکی کتاب خوږ تدريسي چاپيريال، منظم نصاب، مسلکي، مؤمن، متعهد او خواخوږي تشکيل ته اړتیا لري، چې لاندې تګلارې باید په نظر کې ونیول شي:

د عالمانه نصاب او پوه معلم له لارې باید تدریس شي. د دې کتاب معلمين، نصاب، تدريسي چاپيريال باید په ډېر دقت عاملانه، عالمانه، عادلانه او مسلکي شي. د خوږو ویناوو، ګټورو میتودونو او ښکلو اسلوبو له لارې پراخې، هر اړخیزې پوهنيزې او هدفمنې تګلارې وړاندې شي. د مخلصانه عمل، معقولې طرحې او مسلکي تشکیل له لارې د خلکو زړونو ته اخلاص، وفا، امانت، تقوی او احسان بښنې له لارې د بشـري پرګنو ضمیرونه په عادلانه پرېکړو، پخو ارادو او کارنده حرکاتو سره وپالي. د انسانانو عقلونو ته د خیر، ګټور نوښت، خوځښت او د ژوندانه په عملي ډګر کې د متنوعو پایلو د تر لاسي لپاره عملي روزنه ورکړي. فقط عملي او منتجو اهدافو د تر لاسي لپاره یې بايد تدریس کړي. د قرآن کریم د لوستلو نتیجه باید داسې وي چې په فرد کې عقلي روڼتیا، د کاري طرحې پراختيا، د روحي ځواکونو سپېڅلتیا، سلامتیا او د جسمي ځواکمنتیا او غښتلتیا د متوازن پرمختګ لامل او له دې لارې بشـریت د حقپاله، عدلپاله او هوسا ټولنې خاوند شي.

د دې ارمان د تر لاسي لپاره باید قرآن کریم په لاندې قرآني بڼه تدریس شي:

الله تعالی د قرآني تدریسي دود په اړه وايي: «كَمَا اَرْسَلْنَا فِیْكُمْ رَسُوْلًا مِّنْكُمْ یَتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِنَا وَ یُزَكِّیْكُمْ وَ یُعَلِّمُكُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ یُعَلِّمُكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَؕ».[1]

(تاسو ته مې له تاسې نه يو پېغمبر در واستاوه، چې آيتونه مې ولولي، تزکیه مو کړي، كتاب او پر کتاب عمل کول دروښيي او هغه خبرې در زده كوي چې پرى نه پوهېدئ).



[1]. البقرة: ۱۵۱.

No comments:

Post a Comment