کریمانه تدریس او عالمانه تشکيل


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۹.       کریمانه تدریس او عالمانه تشکيل

د کریمانه تدریس او عالمانه تشکیل په تناسب د قرآن په لارښوونو انساني کړنې تضمینیږي او مضبوطیږي.

د دې کتاب تدريسي، اداري او خدماتي تشکيل، سمبالنه او رهبري باید پر عزت، رحم او علم ولاړه وي، ځکه چې د سپکو احساساتو او ټیټو اهدافو خاوندان د قرآن له لارې د خپلې زمانې پر ظالمانو او مفسدينو ورېښمینې پردې غوړوي، د مظلومانو د ګټو پر ضد د خاینانو د لاس آله شي او که ناپوهانو ته په لاس ورشي، نو خرافاتو او اوهامو ته دیني رنګ، شیطاني کړنو ته، کاذب تاييد وربښي.

نو ځکه الله تعالی وايي: د عزیز او علیم لخوا نازل شوی دی.

د عزیز لخوا چې نازل شوی، په عزتمنه بڼه باید تدریس شي، عزتمن چاپېریال او عزتمن چارچلن له لارې په عالمانه بڼه داسې تدریس شي چې زده کوونکي د عقل ټولې برخې ورسره انکشاف جسم قوت او عاطفه وده وکړي.

«حم (١) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ الله تعالی الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (٢) غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ».[1]

(حم- د دی كتاب نازلېدل د عزیز او علیم الله تعالی لخوا دى، په هر څه پوهېدونكى دى. توبه قبلوونکی، په سزا ربړوونکی، سخت عذابی دی پرته له هغه بل خدای نشته همده ته بېرته ستنېدل دي).



[1]. غافر: 1-٣.


No comments:

Post a Comment