لیکوال:محمدناصرحلیمي
د قرآني حقونو د ادا ارزونه
کله چې مو د بشري نړۍ د هوساېنې
لپاره داسې بشري سپېڅلي قرآني کادرونه عملاً وړاندې کړل چې غړي يې خیر غواړي، عقلونه نوښتګر او مخترع، زړونه يې د خیر او ښېګڼو رڼه او څپانده چينه او د
خیر غوښتنې لوړه بېلګه او نړېواله نمونه شي .
کله چې مو داسې ټولنه جوړه کړه چې
د نورو هېوادونو خلک له موږ سره د پرمختیا، ژغورنې او خونديېنې په موخه د زړه په
مینه په پوره ډاډ واوسېږي، پوهېږو چې د
قرآن کریم د اجتماعي آیتونو حقونه مو اداء کړي دی.
کله چې مو د نورو وږيو او تږيو ولسونو د مړولو او
خړوبولو وړتیا پیدا کړه او د ډېرو خطرناکو رنځونو درملنه مو تر نورو نړېوالو ښه ترا وکړه ؛ نو پوهېږو چې د مظلوم پالنې،
رنځورپالنې، مړونې او خړوبونې آیتونه مو پلي کړي دي.
کله چې مو په اسمان، زمکې، غرونو، رغونو، سپوږمۍ، لمر او کانونو کې د
بشر د خیر لپاره ژورې څېړنې وکړې، نو د نوموړو آیتونو حق به مو اداء کړی وي.
کله چې مو داسې تعلیمي او تحصیلي
ارګانونه جوړ کړای شول، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د باکیفیته تعلیم لپاره زموږ
هېواد او ټولنې ته په ویاړ راشي او خپلو هېوادونو ته له ځان سره د لوړو انساني ارزښتونو سوغاتونه یوسي، نو د قرآن کریم حق به مو اداء کړی وي.
کله چې مو د هوښیارو او لوراندو چارواکو په لاس د اداري او رسمي ستونزو د هواري په موخه عاقل، عالم، ولسپال، وګړپال،
ژوندۍ او ناژونديپال ډاډمن حکومت جوړ کړای شو، بیا پوهېږو چې د حکومت په اړه مو د الله تعالی راغلي
آیتونه سپړلي او عملي کړي دي.
کله مو چې داسې قاضیان ولرل، چې یو
ګرام عدالت تر غرونو غرونو سرو او سپینو ارزښتناک وګڼي، بیا
به ومنو چې د قضا په ډګر کې مو قرآن کریم عملي کړی دی.
کله چې مو د حقپالنې کچه ترنورو
بشري پرګنو لوړه شوه او په عمل کې مو جوته کړه، چې مسلمان د بشري پرګنو مادي او
معنوي سلامتیا عملاً تضمینوي، بیا به ومنو چې د حقپالنې په اړه مو قرآن کریم
پلي کړی دی.
كله چې مو اخلاقي کچه دومره لوړه شوه چې د ژوندانه پر ټولو اړخونو رښتیا، امانت، وفا، اخلاص،
رحم، لورنه، مینه او.. عدل ځواکمن او دروغ، خیانت، جفا، ریا، کرکه، رخه، کینه او ظلم
نسکور او د ظالم حیثیت سوی سکور شو، نو بیا منو چې په قرآن کریم کې مو د اخلاقي آیتونو حق اداء کړی دی.
کله چې مو کورنی ژوند
د مینې، رحم او ډاډ سرچينه شوه او ماشومان مو له ځپلو، رټلو او کنځلو پرته
وروزلای شول او متقابل تعامل مو د بښنې، تېرېدنې، پوهونې او ویښونې پر بنسټ رامنځته شو، نو د قرآن کریم د
کورني نظام په اړه د راغلو آیتونو حق مو ادا کړی دی.
کله چې انساني عواطفو،
عقلونو او جسمونو ته د متوازنې او پرمخ تللې ودې لار هواره شوه او د تعصب په تربګنیو کې ښکېل، ګوندي کنځلماریو کې لتاړ او مذهبي ناندرېماریو ښکار نشو او د قومي، ژبنيو، سيمه يیزو.. تعصباتو په اور کې وریت نشو نو د ټولنيز جوړښت د آیتونو حق مو
اداء کړی دی.
کله چې مو تر شنه اسمان لاندې دردېدونکو د سر پناه غم
وخوړ، وږي مو ماړه کړل، دښتې مو ښېرازه، له سیندونو، کانونو، هوا، څپو، او.. څخه
مو د بشر د نېکمرغۍ لپاره د استفادې ځواک وموند، نو پوه شه چې د قرآن کریم حق مو اداء
کړی دی.
کله چې مو د نړۍ د
یتیمانو، کونډو، رنډو، بېوسو او بېوزلو د لاسنیوي لپاره نړېوالې مدني او تمدني کړنلارې عملي کړای شوې او کونډې مو د کونډتون، یتیم مو د يتيمۍ او د نهیلې، بېوس مو د بېوسۍ، بېوزلي مو د بېوزلۍ
احساس ونه کړ، نو رښتیني قرآن پال یو.
کله چې مو د نړۍ په
اختراعاتو، اکتشافاتو او اقتراحاتو کې تر نورو ولسونو ګړندي او غښتلي ګامونه واخستل او مسلمانې ټولنې او اسلامي نظام لږ تر لږه ۸۰٪ او نورو اديانو پلويانو د شل سلنه په بدل کې بشري خدمات وړاندې کړل، نو منو چې د قرآن کریم
پر لار تللي یو.
که په دې لاسته راوړنو د قرآن پالو په نامه په ټیټو کارونو قانع
او بوخت شو او ځان ته قناعت ورکړو، خپلو نیمګړو وګړو ته قرآني شخصیت، یا پرېوتو
ټولنو ته قرآني ټولنه ووایو، له قرآن کریم سره جفا او د قرآن کریم په حق کې جنایت
او نا بښونی جرم دی.
او که دا نظر راسره وي چې د قرآن
کریم تطبیق نړېوال تشکیلاتي ټیم ته اړتیا نه لري، نو
موږ مسلمانان به په دنیا کې دغسې لاس لاندې ژوند، د نورو د اوږو بار، پخپلو کې سره
ښکېل، په ګڼو وړتیا ځپونکو او انسان تېر ایستونکیو نومونو، وګړ پاروونکیو دروغجنو تېرايستونکيو شعارونو سره د الله تعالی درته په داسې حال کې ولاړ یو، چې
پېغمبر مو په اړه وايي: «وَ قَالَ الرَّسُوْلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوْا
هٰذَا الْقُرْاٰنَ مَهْجُوْرًا». ۳
(او پېغمبر به ووايي چې اى زما ربه! زما قوم دغه قرآن کریم پرېښى و).
د نړۍ هغو مجرمانو او سیستمونو چې
د بشر په وینو یې لاسونه سره دي، د بې
اعتباره کولو او نسکورولو لپاره باید قرآنپوهان د قرآن کریم د تطبیق له لارې له یوې پراخې
طرحې سره مستقل، کوټلي ټولنيز ګامونه واخلي. داسې چې د يومجرم په لمسون له بل مجرم سره لاس و ګريوان نشو، يوه ډله
مجرمين له خپلو مخالفو مجرمينو نه زموږ په لاس انتقام وانخلي ؛ بلکې د جرم ټولې
خواوې پدې پوه شي، چې هېڅوک د ديني عالمانو پر احساساتو ملنډې نشي وهلاى، ديني علماء پر مجرمانو ورېښمينې کتې نشي ور اچولاى. ديني عالمان د سياستوالو د دربار وياندان نه
دي. ديني عالمان د بشر لپاره په نړېواله کچه، د سيمې
لپاره د سيمې په کچه، د هېواد
لپاره دهېواد په کچه عاقلانه، عدلپاله او نظم تضمينوونکې طرحې لري. ټولې ښکېلې ډلې بايد
د قرآنپوهانو طرحې تطبيق کړي چې
نړۍ سوکاله، پرمختللې پرځان بسيا او له تبعيض پرته د بشريت ژوند، مال، حيثيت، دين،
عقل وساتل او وپالل شي.
«وَ كَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ
نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ وَ كَفٰى بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّ
نَصِیْرًا».[1]
(اى محمده!
موږ همدغه شان مجرمان د هر پېغمبر دښمنان ګرځولي دي او ستا لپاره ستا رب لارښوونكى
او مرستندوى كافي دى).
«أَلَمْ تَرَ أَنَّ
الله خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ
وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ (١٩) وَمَا ذَلِكَ عَلَى الله بِعَزِيزٍ». [2]
(ايا ته نه وينې چې
الله تعالی د اسمانونو او زمکې پيدايښت پر حق درولي؟ كه هغه وغواړي نو تاسې به له مينځه يوسي او يو نوى
مخلوق به ستاسې پر ځاى راولي).
«وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ الله مَكْرُهُمْ وَإِنْ
كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ (٤٦) فَلَا تَحْسَبَنَّ الله مُخْلِفَ
وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ الله عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ».[3]
(هغوى خپلې ټولې دسيسې پكار واچولې ؛ خو د هرې دسيسې شنډول يې له الله تعالی سره وو كه څه هم چې د هغو چلونه داسې قوي وو چې غرونه پرې له ځايه بې ځايه شي، يا د هغو چلونه خو داسې قوي نه وو چې غرونه پرې له ځايه بې ځايه شي يعنې د الله د محكمو فيصلو مخه ونيسي).
No comments:
Post a Comment