لیکوال : محمدناصر حلیمي
موضوع: د قرآن کریم نومونه صفتونه ، ښوونیز روزنیز نقش او اثار د کتاب پایله
پايله
قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم د
نړۍ په عاقلانو کې مخالف نه لري.
قرآن د نړۍ د عاقلانو اندېښنو
او پوښتنو ته د ځوابونو جامع، هر
اړخیزه او پوهنیزه مرجع، څپانده، خوږه او هضمېدونې چینه ده. څومره چې د انسان عقل پیاوړی او عاطفه سپېڅلې وي، هومره د قرآن کریم د لوستو او پوهېدو وږی او تږی وي.
د قرآن کریم مخې ته سترخنډ د قرآن
کریم پلویانو جوړ کړی دی او هغه دا چې پلویان يې زياتره په قرآن کریم نه پوهېږي. لږه برخه چې پوهېږي په هغوی کې ډېرې برخې د قرآن کریم په لفظي
زده کړه بسنه کړې.
ډېره لږه برخه يې په ژباړه پوهیږي. د قرآن کریم
د تطبیق لپاره هڅه او اراده نه لري. تشکیل، کاري، کادري، منظم او منسجم نړېوال ټیم
خو ډېره لوړه خبره ده، ځکه چې د قرآن کریم د پلي کولو وړتیا يې له لاسه ورکړې ده.
ښځینو ته د قرآن کریم د زده کړې په
اړه د مسلمان بې پروايي له څو پېړیو
راهيسې نابښونى جرم دی.
راتلونکي نسلونه ۹۰٪روزنه له میندو
اخلي او د مسلمانو
ښځینو ذهنونه د قرآن کریم له لارښوونو سره نا بلده دي، دوی
هېڅکله انساني ټولنو ته قرآني شخصیتونه په کامله بڼه نشي وړاندې کولای. همدا لامل
دی چې موږ د بشري ټولنې د قرآني شخصیتونو له کمښت او نشت سره مخ یو.
قرآن لومړی حنة، د مریم د مور، بیا
د مریم بیا د عیسی علیهم السلام انساني لوړې ځانګړنې یادوي.
قرآن لومړی د موسی علیه السلام د
مور بیا د موسی علیهم السلام لوړې انساني ښېګڼې بیانوي.
د پېغمبرانو اساسي دنده په بشري پرګنو کې د الله
تعالی د آیتونو د تطبیق وړتیا روزنه او د شتو کمیو او نیمګړتیاوو جبرانونه وه، لکه
چې په دې آیت کې الله تعالی وايي: «كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ
رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ اٰيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ
الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ).[1]
(همداسې چې
موږ ستاسو له جنسه تاسو ته پېغمبر در لېږلی چې تاسو ته زموږ آیتونه ولولي، په تاسې کې
درانه خویونه پیاوړي کړي، د کتاب او سنت تعلیم درکړي، هغه څه در وښیي چې پري نه پوهېدئ).
No comments:
Post a Comment