له قرآن نه د استفادې پنځمه تګلار: د قرآن عالمانه اورېدنه


 لیکوال: محمدناصر حلیمي 

۵. د قرآن عالمانه اورېدنه

بشري عقلونه چې څومره وده کوي هومره قرآني زده کړې ته چمتو کېږي او څومره چې له عقلي انکشافه شاته پاتې شي هومره له قرآن نه لرې کېږي.

طفیل بن عمرو الازدي الدوسي رضي الله عنه یو پياوړی، مخور او هوښیار قومي مشر و، چې هسکه ادبي وړتیا یې هم لرله. دی مکې مکرمې ته راغی، قریشي مشـران یې مخې ته ورغلل، ښه یې ونازاوه او ورته یې وویل: طفیله! دلته یو کس، ځان پېغمبر ګڼي، موږ يې سره وېشلي یو، ساحرانه خبرې کوي، چې په لومه کې یې راګیر نشې، دی زوی له پلار، ورور له ورور او خاوند له مېرمنې جلا کوي.

درباندې سخت ډارېږو چې بېلارې دې نه کړي، مه ورته څه وایه او مه ترې څه آوره!

لومړی مې هڅه وکړه چې څه وانه ورم ؛ خو رسول الله ﷺ مې ولید چې په لمانځه کې تلاوت کوي، تلاوت مې واورېد، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له لمانځه نه فارغ شو او کور ته روان شو ورپسې ورغلم، هلته مې ترې تلاوت واورېد او مسلمان شوم[1].

دې ته ورته په سلګونو روایتونه لرو چې په قرآن کریم اورېدو خلک مسلمانان شوي دي. دغه روايتونه بايد راټول شي او په قرآني حلقو کې د نصاب په بڼه تدريس شي، چې د قرآن کریم زده کوونکيو عقلونو او زړونو ته د ايمان او امانت ستره خزانه ولېږدول شي، د ځان په شمول د خاينو او بې ايمانه وګړو د درملنې او وقايې په اړه خپل مکلفيت وپېژني.



[1]. الدکتور شوقي ابو خلیل ، اطلس السیرة النبويه ، ص ۶۳ لنډيز سره.


No comments:

Post a Comment