قرآن «أَنْبَاءِ الْغَيْبِ» دی


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

قرآن «أَنْبَاءِ الْغَيْبِ» دی

قرآن موږ ته د طبیعت او بشریت پټ رازونه او له پنځه ګونو حواسو پناه حقایق راښکاره کوي. انسانان د دې رازونو او پټو شیانو سره د څېړنو او تجربو له لارې بلدیږي؛ خو قرآن کریم موږ ته له څېړنو پرته ټول پټ موضوعات بیان او ورته ځيرکړي دي.

د مثال په توګه: بشریت نه پوهېده چې د خنزیر غوښه، شراب، زنا او نور ناروا کارونه دومره خطرناک اضرار لري ؛ خو قرآن کریم موږ ته دا خبرې راښکاره کړې وې.

د انسانانو د عروج او زوال عوامل پټ وو، قرآن کریم را ښکاره کړل. د روحي، رواني، جسمي او اجتماعي رنځونو تشخیص، درملنه او وقایه پټه وه، قرآن کریم را ښکاره کړل.

فردي، اجتماعي، تعلیمي، تحصیلي، تحقیقاتي، روغتیايي، اخلاقي، عملي، سياسي، علمي، اعتقادي، عبادي، ادبي، مادي، معنوي، دنیوي او اخروي حقايق د انسانانو له سترګو پټ وو، خو قرآن کریم ټول راښکاره کړل بشري عقلونه يې راسپړلو، څېړلو او کارولو ته ځير او ژمن. همدا اوس چې د قرآن کریم سلګونه آیتونه د ساینس پوهانو د څېړنو له لارې طبیعي قرآني حقایق ثابت شول ؛ نو ځکه قرآن کریم ته «أَنْبَاءِ الْغَيْبِ» وايي چې موږ ته پټ او له سترګو پناه حقایق، حقوق، مسؤولیتونه او ژمنې جوتوي او ښکاره کوي الله تعالی وايي: «ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ».[1]

(دا له غیبي خبرو څخه دي چې تاته یې وحې کوو).

«ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ».[2]

(اى محمده! دا کيسه د غيبو له خبرونو څخه ده، چې موږ يې تا ته وحې كوو، كه نه نو په هغه وخت كې خو ته ورسره نه وې چې د يوسف (علیه السلام) وروڼو پخپلو كې په ګډه دسيسه جوړه كړې وه).



[1]. آل عمران: ۴۴.

[2]. یوسف: ١٠٢.


No comments:

Post a Comment