د طیب له پلوه د نسلونو توپير


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د طیب له پلوه د نسلونو توپير

نسلونه هم قرآن کریم طیب گڼي، اسلامي امت د طیب نسل په ایجاد او روزلو ژمن دی، زکریا علیه السلام داسې دعاء کوي:«قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ».[1]

(زکریا علیه السلام وویل: ای پروردګاره موږ ته طیب نسل را وبښه، ته دعاء اورېدونکی یې).

ولې الله تعالی د نسل لپاره د طیب کلمه وکاروله او نور کلمات یې ونه کارول؟

ولې الله تعالی تعالي ونه ویل:

«ذریة طاهرة». (له ناپاکیو پاک نسل).

«ذریة نقية». (له خیرو پاک نسل).

 «ذریة حسنة». (ښکلی او ښایسته نسل).

«ذریة راقية». (پرمختللی نسل).

«ذریة عطرة». (خوږ بویه نسل).

«ذریة زکیة». (پرمختللی او پاک نسل).

«ذریة مأمونة».(امنناکه او خوندي نسل).

«ذریة مبتهجة». (تاند او سمسور نسل).

د طیب نسل رامنځته کول هم زموږ هغه بنسټیزه دنده ده، چې پکې پاتې
راغلي یو.

د طیب کلمه پورته ټولې معناوې رانغاړي، که د قرآن کریم او سنتو په شتون کې موږ په پورته مواصفاتو سمبال نسل د بشري نړۍ د سعادت لپاره نشو وړاندې کولای، په حقیقت کې موږ له قرآن کریم څخه مخ اړولی.

نن كه د مور په نس کې د ماشوم وړتیا د عصري طبي څېړنو او علومو له لارې نړۍ ته هوښيار او با استعدا ده راځي او طب په دې بريالى شو، چې د مور په نس کې د ماشوم وړتیاوو ته وده او انکشاف ورکړي، مسلمان د باکیفیته نسل په راوړلو ‌ژمن دی، باید د طبابت په علمي او تحقیقاتي پرمختیاوو کې تر نورو زیات پیاوړي او کوټلي ګامونه واخلي او دغه تشه بېرته ډکه کړي، خپل با استعداده شخصيتونه په اسلام عملاً پوه او طب ته يې وقف کړي ژمن طبیبان د بشر پالنې او اسلام ساتنې ستر مجاهدین دي.


[1]. آل عمران: ٣٨.


No comments:

Post a Comment