روغتیا بښنه د اسلام بنسټ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

روغتیا بښنه د اسلام بنسټ

مسلمانان د اسلام د حقانيت د اثبات لپاره باید نړيوالو ته دومره پوه، کاري، هوښیار او پلټونکي طبیبان او طبيبانې د خلکو، ژویو او نباتاتو د ژغورنې، درملنې او د دوا د تجویز لپاره ورکړي، چې نړۍ مو په رڼو سترګو وګوري، چې (كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ).[1] (تاسو غوره امت په توګه خلکو ته ايستل شوي ياست).

که موږ واقعي مسلمانان يو، له اسلام او قرآن کریم سره فاصله نه لرو او د اسلام تر لارښوونو مو عقلی او عاطفي کچه ټيټه نه وي، په صحي او طبي څېړنو، اختراعاتو او نوښتونو کې مو ونډه باید تر هر چا زیاته وي.

ځکه موږ د روغتیا په اړه په سلګونو داسې مورال بښونکي احادیث لرو، چې هېڅ دین او ګوند یې نه لري: «عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، رضي الله عَنْهُ قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: «إِنَّ الَّذِي أَنْزَلَ الدَّاءَ أَنْزَلَ الشِّفَاءَ».[2]

(له أبي هريرة رضي الله عنه روایت دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ویلي دي: هغه الله تعالی چې رنځ یې راښکته کړى، روغتیا يې هم ورلېږلې).



[1]. آل عمران: 110.

[2]. الحاکم النیساپوري ، ابو عبدالله محمد بن عبدالله الحاکم ، المستدرك على الصحيحين ، ج۴ ، ص ۲۲۲.


No comments:

Post a Comment