لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآنپوه بايد
رباني شي
انسان باید خپل عقل، روح او جسم د
کمال او جمال ګټورې هسکې مرحلې ته ورسوي او د نورو د پاللو هڅه وکړي، ځکه رباني
روزل شوي روزونکي ته وايي، الله تعالی وايي چې روزل شوي روزونکي شئ!.
«مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ
يُؤْتِيَهُ الله الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ
كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللهِ، وَلَكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا
كُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ».[1]
(د هېڅ انسان دا كار نه دى چې الله تعالی هغه
ته كتاب، حکومت او پېغمبري وركړي او هغه خلكو ته ووايي چې د الله تعالی پر ځاى
تاسې زما بندګان شئ.
هغه
به همدا ورته ووايي چې خداى لمانځوني شئ لكه څنګه چې د دې كتاب غوښتنه ده، چې تاسې
د هغه زده كړه او ښوونه كوئ).
No comments:
Post a Comment