۱۷. په نبوي دود د قرآن کریم تدريس او زده کړه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۷.           په نبوي دود د قرآن کریم تدريس او زده کړه

 رسول الله صلی الله علیه وسلم به اصحابو ته قرآن کریم داسې نه ښوده چې دماغونه يې د قرآن کریم د الفاظو زېرمه وي ؛ بلکې دوی یې جسمي فعالیتونو ته هم چمتو کول د قاریانو عواطف يې د خلکو په خوږ خوږمنول د قرآن کریم داسې قاریان چې د ورځې له خوا به یې په دښتو او میرو کې بالڼ، خس، خاشاک او لرګي راټولول او خرڅول، د اهل صفه پر اصحابو او نورو بېوزلیو يې خیراتول، د شپې له خوا به یې قرآن کریم درساوه او لمونځونه یې کول، دا مونږ ته ښايي چې مدرسه بايد د شاګرد د عقلي، روحي او جسمي فعاليتونو لپاره توازن په نظر کې ونيسي.

هره انساني ټولنه د عقلي روڼتیا، عاطفي سپېڅلتیا او جسمي ځواکمنتیا په پرتله سوکاله او پرمخ تللې وي.

کم عقله او ډبر زړي خلک په دنیا او آخرت کې له رسوايۍ او سختو عذابونو سره مخ وي.

قرآني لارښوونې علم په حکيمانه ډول انسان ته د عقلي روڼتیا او عاطفي سپېڅلیتا په موخه انتقالوي چې معلومات يې عملي وګړیزه بڼه او ګټوره ټولنیزه پایله ولري.

پوښتنه دا ده، هغه عوامل کوم دي چې موږ د علم او حکمت له پلوه وګړي او ټولنې داسې لوړې کچې ته ورسولای شو، چې د نورې نړۍ لپاره د علم او حکمت سرچينه او د عقل او عاطفې له پلوه منل شوې منبع شو؟

په لاندې آیتونو کې د پورته پوښتنې د ځواب لپاره ډېر څه موندلای شو.

«إِنَّ هَذَا الْقرآن يقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (٧٦) وَإِنَّهُ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ (٧٧) إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ بِحُكْمِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ (٧٨) فَتَوَكَّلْ عَلَى الله إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ (٧٩) إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ (٨٠) وَمَا أَنْتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِاٰيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ(٨١)».[1]

(دا واقعيت دى، چې قرآن کریم بني اسرائيلو ته د ډېرو هغو خبرو حقيقت ښيي، چې هغوى پكې اختلاف لري دا د مؤمنانو لپاره هدايت او رحمت دى. بېشكه همداسې به ستا رب د دوى په منځ كې پخپل حكم سره پرېكړه وكړي او هغه برلاسى او په هر څه پوهېدونكی دی. نو پر الله تعالی توكل ولره، ښکاره خبره ده چې ته برحقه يې مړو ته اورولی نشې* اورېدنې کولاى نشې، نه هغو كڼو ته خپل آواز رسولای شې چې شا اړوي، تښتي او نه ړانده په لارښوونې سره له ګمراهۍ ژغورلای شې. ته خو خپله خبره هماغو كسانو ته اورولاى شې، چې زموږ پر آيتونو ايمان راوړي او بيا امر منونكي شي).

د پورته آيتونو له دقت لاندې مفاهیم راوځي:

١. قرآن کریم د بني اسرايیلو د خپل منځي اختلاف د حل توان لري، اما موږ د مؤمنانو ترمنځ د اختلافاتو ورکولو ځواک يا پرې د ناوړو پایلو د رامنځته کېدو د مخینوي استعداد نه لرو قرآن کریم رښتیا وایي، د قرآن کریم په رڼا نورې کورنۍ رڼولای شي موږ يې د قرآنپالنې د ادعا ترڅنګ، رښیتني عوامل يې موندلاى شو او د رښتینو عاملینو له لارې یې ستونزی او رنځونه معالجه کولاى شو.

٢. قرآن کریم مؤمنانو ته هدايت او رحمت دی مخکنیو هم پر ایمان ټینګار کړی دی، اوس هم وايو چې روزونکي باید تر ټولو وړاندې د ایمان نغله د شاګرد په زړه کې د وینا، عمل او سالم محیط له لارې وټوکوي ؛ بیا دې نورې زده کړې ورباندې وکړي.

٣. د الله تعالی عزتمنه او عالمانه فيصله د قومونو د درنولو او پوهولو لپاره ده.

٤. په دې لار کې چې څوک خدمت ته وردانګي، په دې باور ولري چې دا حقه لار ده او په دې لار کې د الله تعالی مرستې ته، د الله تعالی د شرائطو د پوره کولو له لارې منتظر وي.



[1]. النمل: ۷۶-۸۱.                                                                                                                                                  

* مړي آوري او که نه آوري ، دا یوه اختلافي موضوع ده ، متاسفانه چې دغه موضوع د وړتیاوو د ځپېدا ، وختونو او امکاناتو د ضیاع لامل ګرځېدلی دی ، موږ له خپل ګران هېواده کډوال و ، په زرګونو ستونزې مو درلودې په قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې خپلو ژمنو او ستونزو ته نه ځیریدو ، د پوهانو تر منځ به د ناندرېمارۍ مجالس رامنځته کېده یوه به پر آورېدو ټینګار کاوه او بل به په نه آورېدو ، موږ به وازې خولې نیولې وې قضاوت به مو هم نشو کولای ، اوس پوهیږو چې باید موږ د کونډزېږه او یتیم زېږه جنګونو ، جنجالونو او بد برخلیک څخه د خپلې ټولنې د نجات دنده درلوده نه دا چې دا ثابته کړو چې مړي آوري او که نه آوري چې سر ته هم نه رسیږي.


No comments:

Post a Comment