لیکوال:محمدناصر حلیمي
د عطاء الخراساني رحمه الله تعري
فعطاء الخراساني رحمه الله د ذکر تعریف انساني ژمنو، چارو او موخو سره په تړاو کوي او وايي: «مجالس الذکرهي مجالس الحلال و الحرام».[1](د حلال او حرام په اړه ناسته پاسته ذکر دى).
د پورته تعريف په رڼا کې ويلاى شو، چې د ژوندانه په ټولو
اعتقادي، عبادتي، سياسي، تعليمي، اجتماعي، اخلاقي، صنعتي، زراعتي، حکومتي.. ډګرونو کې پر حلال او حرام بحث، مناقشه، د
حلالو د ترويج او حرامو د مخنيوي لپاره د منتجو لارو چارو موندنې ته (ذکر) وايي.
د بېلګې په توګه
هغوی چې په کرنیزو، صنعتي، تجارتي، اداري
او اقتصادي پرمختیاوو کې نوښتونه کوي، د حاصلاتو د کچې د لوړوالي او د نرخونو د
ارزانه کېدو لپاره زیار باسي، د غلو، دانو، میوو او لبنیاتو د زیاتوالي له لارې ټولنه
پر ځان بسیا کوي او د لا ښه پرمختیا لپاره د نورو ولسونو کره څېړنې، لېکنې، شننې، ژباړې،
څېړنې، لېکنې، سلا، مشورې او ارزونې کوي په حقیقت کې یو عملي ذکر کوي.
هغه ساتونکی چې ظالم
نیسي او ولچک کوي یی یو عملي ذکر دی. په نړېوالو او محلي اړیکو خپل ملت ته پرمختګ
ورکول عملي ذکر دی.
ځکه صالحان او مصلحین
هله بریالي کېږي، د فساد او مفسيدينو رېښې هله وچېږي چې ولس ته د حلالې ګټې مخه
هواره شي، هومره چې یوه ټولنه خپلو خلکو ته د حلالې ګټې لار تړي، هومره په ظلم او
خیانت کې اخته کېږي، هغوي چې د ولسونو د حلال خوراک او څښاک لپاره عملي او منتجه برنامه
نلري او غواړي اصلاحات رامنځته او فساد ورک کړي درواغجن دي، ځکه چې بې خوراکه او
بې څښاکه انسان فعاليت نشي کولای او د حلال کاروبار په نشتون کې خلک په حرامو پسې
ګرځي.
«كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ اللَّهِ وَلَا
تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ (٦٠) ».[2]
(د
الله له روزۍ وخورئ او وڅښئ او ځمكه داسې مه ورانوئ چې تاسو ورانونکي ووسئ).
الله تعالی پېغمبرانو
ته د دوی ښوونیزه او روزنیزه تګلار داسې انځوروي چې لومړی د حلال رزق چاره وکړئ، بیا
نېک او صالح اعمال وکړئ او بیا په دې ځان پوه کړئ چې الله پر هر څه پوه دی.
« يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ
الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (٥١) ».[3]
(اى پېغمبرانو! پاك شيان وخورئ او نېك عمل وكړئ! تاسې چې هر څه كوئ، زه پرې
ښه پوهېږم).
حلالو خوړو، پاکو جامو او روا
کورونو موندنه تر تقوی مخکې یا د تقوی بنسټ ګڼل کېږي، لاندې آیت کې دقت وکړئ: « وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا
طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ (٨٨) ».[4]
خواړه، لباس او پاک ځای تر تقوی او
ایمان مخکې یادیږي، ځکه چې حرامخور او یا د حرامخورو پر دسترخوان د ناستو ملنګانو ښه
سړيتوب، الله تعالی ته دوه توته ارزښت نلري.
حلال خواړه د الله تعالی د شکر او عبادت بنسټ دی، هغه
ولسونه چې حلال ګټي او حلال خوري بچیان یې حلالیان او کارونه یې هم حلال وي او
هغوی چې حرام خوري نسلونه، کارونه او برنامې يې حرامې وي عبادت يې نامنلی.
«فَكُلُوا
مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ إِنْ
كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
(١١٤) ». [5]
(نو اى
خلكو! تاسې هغه روزي وخورئ چې الله تعالی تاسو ته حلاله او پاكه درکړې ده او د الله د نعمتونو شكر وكړئ كه په رښتيا د هغه عبادت كوونكي
ياست).
بشري پرګنۍ هله له شیطاني
لومو ژغورلای، له بدۍ او فحشاء څخه یې سمې ته راګرځولای شو چې حلاله روزي ورته
پیدا کړو. لاندې آیتونو کې دقت وکړئ! « يَا
أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا
تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (١٦٨)
إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ
مَا لَا تَعْلَمُونَ (١٦٩) ».[6] (اى خلكو! په ځمكه كښې چې كوم حلال او پاك شيان
دي هغه خورئ او د شيطان په ښودل شوېو لارو مه ځئ هغه ستاسې ښكاره دښمن دی، هغه خو تاسې ته د بدۍ او بې حيايۍ
امركوي او دې ته مو لمسوي چې په خداى پورې هغه خبرې وتړۍ چې تاسې پرې نه پوهېږئ
چې هغه الله نه دي ويلي).
له پورته آیت نه معلومیږي چې د شیطان مقابله د زراعت، تجارت
او صنعت په پرمختیا او پراختیا سره شونی دی.
او په دی لارو کې بايد موږ له نړۍ او نړيوالو سره
متبادلې ګټی ولرو.
حلال او حرام د اسلام او
ایمان معیارونه دي، څومره چې په ټولنه کې د حلال خورۍ کچه لوړه وي هومره د خلکو په
وینا او عمل کې د اسلام او ایمان غوښتنې په رښتنې
بڼه
لیدل کېږي او څومره چې حرامخواره زیات وي،
هومره
په اسلامي ټولنو کې په دیني ستائنومونو او ایماني شعارونو
کافرانه او منافقانه چارې اسلام او ایمان ته منسوبېږي،
چې د مسلمانانو د شرمېدلي ځوړ او دردناکې غمیزې اساسي لامل همدا دی، چې کافرانه او
منافقانه چارې د غوړه مالو دينپوهانو له لارې په کاذبه بڼه اسلامي او ايماني رنګ
خپلوي.
[1]. الأصبهاني ، أبو نعيم أحمد بن عبد الله بن أحمد بن إسحاق ، حلية
الأولياء وطبقات الأصفياء ، ج 5 ص 195.
[2]. البقرة:. ٦٠.
[3]. النور: ۵۱.
[4]. المائدة: ۸۸.
[5]. النحل: ۱۱۴.
[6]. البقرة: ۱۶۸-۱۶۹.
No comments:
Post a Comment