له ذکر نه بې خبره خلک د درغلۍ ویرمن ژوند تېروي


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

له ذکر نه بې خبره خلک د درغلۍ ویرمن ژوند تېروي

«أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ الله بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ (٤٥) أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ (٤٦) أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ(٤٧)».[1]

(ايا هغه خلک چې ناوړې دسیسې جوړوي، له دې خبرې بې غمه شوي دي چې الله تعالی به هغوی په ځمكه كې ښخ كړي، يا له داسې لوري نه پرې عذاب راولي چې د دې لوري نه یې د راتګ ګمان قدرې هم نه وي. يا هغوى ناڅاپه د ګرځېدو راګرځېدو په حال كې ونيسي. دوی د الله تعالی د بېوسه كولو زور نه لري. يا یې په داسې حال كې ونيسي چې پر هغو پخپله د راتلونكي مصيبت اندېښنه پرته وي او له هغه نه د ځان ژغورلو په فكر كې وي خو بيا هم ځان نشي ژغورلای، حقيقت دا دى چې ستاسې رب ډېر خواخوږى او لوروونکی دى).

د قرآني ذکر منل او له الله تعالی نه وېرېدل له قرآني نواهیو د ځان ژغورنې ځواک دربښي پر الهي بښنې او عزتمن اجر منتج کېږي د دوی د ژوند چارې او له ژونده وروسته کاري برکات يې دوامداره وي، تاسو خپله دالله تعالی په دغه وینا کې فکر وکړئ: «إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ(١١) إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَاٰثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ».[2]

(ته هغه څوك وېرولای شې، چې نصيحت مني او عملي کوي او ناليدلي له رحمان ذات نه وېرېږي، هغه ته د بښنې او غوره اجر زېرى وركړه. موږ یقینا يوه ورځ د مړو ژوندي كوونكي يو. څه چې هغوی کړي، موږ هغه ټول ليكو او كوم آثار یې چې وروسته پريښي، هغه ثبتوو او هر څه مو په يوه څرګند كتاب كې درج كړي دي).

مړه عقلونه، مړه روحونه، مړه رواني حالتونه په دې ذکر سره داسې را ژوندي کېږي چې انسان دوه ځانګړتیاوې مومي:

«مَا قَدَّمُوا»: خلکو، ټولنو او طبیعت ته د داسې ګټورو شیانو وړاندې کول چې انساني وړتیاوې وده وکړي مسؤولیتونه ترسره، ژمنې پوره، ټولنه سوکاله، پرمختللې او ارامه شي طبیعت د انسان په ګټه انسان ته د انسان د متوازنې ودې لپاره مسخر کړاى شي.

«وَاٰثَارَهُمْ»: تر مړينې وروسته داسې د عقیدې، عبادت، سیاست، اقتصاد، پوهنه، روغتیا، امنیت او په کورنۍ روزنه کې داسې ګټورې چارې، ښوونکې ویناوې او روزونکي افکار ترې پاتې کېږي، چې د وګړو، ټولنو، د خلکو په ژوند او پرمختګ کې ارزښتناک اغېز او ګټورې پایلې لري.

د قرآن کریم په تعلیمي نصاب او تدریسي دود کې باید وګورو چې په انسان کې یې پورته دوه مواصفات پیاوړي کړي، که نه؟ څومره چې انسان په پورته دوو چارو کې د ژوند په دې ګڼو ډګرونو کې پياوړی وي، هومره تعلیمي نصاب او تدریسي تګلارې په نبوي دود برابرې دي او څومره چې پورتنۍ دوی ځانګړنې پکې تتې او بې خونده وې، هماغومره باید د قرآن کریم پر دیني ښوونکو، تدریسي بڼه او تعلیمي نصاب بیا کتنه او له سره پرې د متخصصې ډلې لخوا غور، نقد، وړاندیزونه، بیا کتنه او د سمون په موخه ارزونه وشي.



[1]. النحل: 45-47.

[2]. یس ۱۱-۱۲.


No comments:

Post a Comment