رحم د ګټور علم بنسټ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

رحم د ګټور علم بنسټ

د قرآن کریم له مطالعې سره سړی دې نتیجې ته رسېږي، چې قرآن کریم تر هر څه پر علم ډېر ټینګار کوي، مګر تر علم، رحم ته لومړیتوب ورکوي او د ګټور او مطلوب علم اساس یې ګڼي لکه: «الرَّحْمَنُ (1) عَلَّمَ الْقُرْآنَ (2) خَلَقَ الْإِنْسَانَ ».[1]

(رحمن هغه ذات دی، چې قرآن کریم یې وښود او انسان یې شته کړ).

لومړی رحم، بيا علم، بيا د انسان خلقت. د انسان تر خلقت علم لومړیتوب لري او تر علم يې رحم ځکه لومړی کړ، چې د ظلم رنځور زړونه که علم زده هم کړي، د ټولنیزو او وګړیزو رنځونو او کړاوونو د لوړولو او دودولو لامل ګرځي.

کله چې د علم بنسټ رحم شي، د انسان خلقت اړتيا او وړتيا درنښت او ارزښت پیدا کوي، که د علم اساس ظلم شو، د ظلم په احساس روزلو او روږديو خلکو د پوهې ورېښمینه کته په تن کړه، قرآن کریم پرې فیصله کړې چې «يَحْمِلُ أَسْفَارًا » دوى د خپلو ولسونو دردونو، اندېښنو، وينو، خولو او اوښکو درانه پېټي له ځان سره وړي.

د «رحمن» د ښکلې سورت پېلامه کې ګورو چې د قرآن د زده کړی بنسټ رحم او د ستونزو او حللارو روښانوونکی علم دی، محور يې د انسان د خلقت او نتيجه يې د انسان د جسمي، عقلي او روحې روزنې توازن، د طبيعي او بشري منابعو ترمنځ توازن د بشري، طبیعی او ديني لارښونو ترمنځ د حقوقو او وجائبو توازن ځکه چې «ميزان» دري ځلې ذکر دی.

«الرَّحْمَنُ (١) عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ (٢) خَلَقَ الْإِنْسَانَ (٣) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (٤) الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ (٥) وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ (٦) وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ (٧) أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ (٨) وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ (٩) وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ(١٠)».[2]

(رحمٰن ذات هغه دی، چې قرآن کریم ښوونه يې كړې ده او انسان یې پيدا كړی او غږېدل یې ورزده كړل. لمر او سپوږمۍ د يو حساب پابند دي او ستوري او ونه دواړه (ټول) سجده كوونكي دي اسمان يې اوچت كړ او تله يې كېښوده. حکم یې دا دی چې تاسې په تله كې ډنډه مه وهئ، انصاف وکړئ او په تله كې کمی مه کوئ. ځمكه يې د ټولو مخلوقاتو لپاره وغوړوله).

د موسی علیه السلام او خضر په واقعه کې، الله تعالی موسی علیه السلام ته ښوونکى وايي او ښه ښوونکی په رحم او علم ستايي نه په علم او رحم يعنې رحم يې لومړی او علم يې دوهم ياد کړ:

«فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا اٰتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا».[3]

(موسی علیه السلام زموږ بنده یې وموند، چې رحم او علم ورکړی وو).

په پورتني آیت کې الله تعالی داسې نه وايي، چې دې معلم ته موږ علم او رحم ورکړی ؛ بلکې وايي: رحم او علم مو ورکړی دی لومړی يې رحم یاد کړ او بیا یې علم.

رحم یې له علم څخه وړاندې ځکه یاد کړ، چې سخت زړی او پوچ خولي ښوونکی بیا د دین استاد او د قرآن کریم معلم تنکي ماشومان او ګلالي شاګردان له اخلاقي کنګوالي سره مخ کوي په ګانده کې جرأت، مېړانې، ادارې او رهبرۍ وړتيا پکې وژني، چې بیا يې ژوند د زور واکو په مخکې په اندېښنو او غوړه ماليو بترېږي له بلې خوا په لاس لاندې خلکو کې د کبر او فضل فروشۍ ناوړه روحيه پیداکوي.



[1]. الرحمن: 1 – 3.

[2]. الرحمن:1- 10.

[3]. الکهف: ٦٥.


No comments:

Post a Comment