رحم د سلامتیا او امن زېږنده


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

رحم د سلامتیا او امن زېږنده

څوک چې غواړي روغ پاتې شي، خلکوته د سلامتيا، روغتيا، امن او پرمختګ سرچينه، په ټولنه کې د هدايت ځلانده لمر او د رحمت رڼه او خوږه چينه شي ؛ نو د قرآن کریم عالمانه تلاوت د عمل او ټولنې د رغولو او د وګړو د ژغورلو په موخه ولولي.

په قرآن کریم کې د چارو د پيل او پاى ټول ټکي په ګوته شوي دي، هدف ته د رسېدو لپاره ورته د اسانیو او خنډونو، د پېژندنې او ارزونې لپاره روښانه او رڼې لارښوونې لري.

څوک چې ترې د خپل هدف د لوړوالي، لوېوالي او سپېڅلتيا لپاره هر څه وغواړي، پکې شته، الله تعالی وايي:

«وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ».[1]

(موږ دا كتاب پر تا نازل كړ، چې د هر شي ښكاره څرګندوونكى دى او د هغو خلكو لپاره هدايت، رحمت او زېرى دى چې امر عملي کوي).

دلته رحمت تر هدايت وروسته او تر زېري د مخه ياد شوی دی، د انسان ذهني قناعت هدايت دی، چې لومړی باید تر لاسه شي، هدايت باید د رحم په بڼه او د زېري په الفاظو ترسره شي، په ستغو او سپورو الفاظو او د سخت زړو خلکو له خوا خلکو ته لارښوونه، په چټل او خيرن جام تږي ته د پاکو اوبو ورکړه ده، هره ټولنه او هر انسان هومره غوره دى چې قرآني مواصفات پکې له ورايه ليدل کېږي او لوستل کېږي.

هدايت، هدف ته د رسېدو لارې چارې، رحمت هدف ته د رسېدو وسائل، اسانتياوې او فرصتونه، زيری، تشويقول، هڅول او روحیه بښل دي.

«وَلَئِنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلًا (٨٦) إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا(٨٧)».[2]

(اى محمده! كه موږ وغواړو ټول هغه څه به له تا نه واخلو، چې موږ له وحى سره دركړي دي بيا به ته زموږ په مقابل كې كوم ملاتړ ونه مومې، چې بېرته یې دركړاى شي. دا څه چې دركړاى شوي، ستا د رب رحمت دركړي دي یقینا د هغه فضل پر تا ډېر زيات ده.) پېغمبر دوی ځانګړنې لري، يو دالله تعالی رحم چې قرآن دی، د زړه په مينه پکې بوخت وو او بل حلاله روزي ده، که ورته رسېده لږه يې خوړه او ډېره به نارو ته ورکوله او که نه به وه د بل چا مال به يې نه خوړو.



[1]. النحل: ٨٩.

[2]. بني اسراییل: ۸۶-۸۷.


No comments:

Post a Comment