۱۹. قرآني کیسې روزنیزې تګلارې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۹.      قرآني کیسې روزنیزې تګلارې

په دې کيسو کې الله تعالی انسان دی ته چمتو کوي، چې خپل هر څه د الله تعالی له لوري وګڼي او خپل ورتګ هم د الله تعالی په لور وګڼي، خپل ټول توان او استعداد په لوړکچ د الله تعالی له حکم سره سم د الله تعالی د رضا د حصول لپاره د مخلوقاتو د خدمت لپاره وکاروي.

 قرآني کيسې انسان له نړۍ سره نښلوي، د بشري اړتیاوو حل ته بشري وړتیاوې روزي، د ګوند، سيمې، چم او ژبې تعصب يې له زړه څخه باسي، چې ښه بېلګه يې ابولهب قريشي په مکه کې رټل کېږي او سکندر ذوالقرنين چې زرګونه ميله لرې یې په ختیځ چين کې د مظلومانو او ظالمانو ترمنځ پوخ او ناماتی دیوال جوړ کړى دى، ستایل کېږي.[1]

دا هم را په يادوي، چې خپل ټاټوبی اباد او ودان کړو او چېرته چې اوسو، هغه ځاى باید جوړ او سمسور کړو لکه د ابراهیم علیه اسلام په کيسه کې چې وايي: دا ښار د امن ښار کړه. الله تعالی فرمايلي دي: «وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ اٰمِنًا وَّ اجْنُبْنِیْ وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ».[2]

(هغه وخت در په زړه کړه چې ابراهيم وویل:' پروردګاره! د مكې ښار د سولې ښار کړه، ما او اولادونه مې له بوتلمانځنې وژغوره).

د ابراهیم دا کیسه زړه نه ده، د ښار پالنې اصول دي، چې تر قیامته هدفمن او عزتمن شخصیتونه یې پالي.

د ابراهيمي ملت پلویان هېڅکله له ښاروالۍ نه غلا نه کوي، خپل شخصي ملکیتونه د ښاروالۍ لپاره په مخلصانه او کریمانه بڼه لګوي، هغو غولېدلیو ته حیران یم چې د ابراهيمي ملت د ادعاء تر څنګ، مقام ابراهیم سره لمونځونه هم کوي، خو د یو موټي شخصي ګټې لپاره ښار ته اور ور آچوي. په داسې حال کې چې ابراهيمي ملت انسانپالنه، ښارپالنه او هېوادپالنه د عمل په ډګر کې خپله اساسي دنده ګڼي. عمل مو ځکه یاد کړ، چې د هېوادپالنې ډېر مدعیان مې ولیدل چې سوونه میلیونه ډالر پخپل ښار کې لوټ او بهرنیو هېوادونو ته واستول، هر غدار يې د خپلو تودو شعارونو په پرتله د هېواد پانګه تشه او د شتمنو هېوادنو کڅوړه یې پرې ډکه کړه.

د ابراهیم په ژوند کې لوی درس دا دی چې هر څوک باید خپل هېواد امن، پرمختللی، سمسور او ودان کړي، قرآني کيسې د ژوندانه ټولې برخې را نیولې دي، هېڅ برخه يې نه ده پرېښې. فرد او ټولنې ته ثبات ورکوي د همېشنیو درنو چارو په لور يې سیخوي. انسان ته په ژوند کې د توازن او پرمختګ امر کوي، د هرې برخې د لا پرمختیا او پراختیا لپاره يې کار و زیار ته هڅوي.

«لَقَدْ كَانَ فِيْ قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّاُولِي الْاَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيْثًا يُّفْتَرٰى وَ لٰكِنْ تَصْدِيْقَ الَّذِيْ بَيْنَ يَدَيْهِ وَ تَفْصِيْلَ كُلِّ شَيْءٍ وَّ هُدًى وَّ رَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُّؤْمِنُوْنَؒ».[3]

(د مخكنیو خلكو په دې کيسو كې د پوهې خاندانوته عبرت دى. دا څه چې په قرآن کریم كې بيانېږي، دا جوړې شوې خبرې نه دي ؛ بلكې كوم كتابونه چې له دېنه مخكې راوړل شوي دي، د هماغو تصديق او د هر شي تفصيل دى او د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او رحمت).

مګر قرآن کریم دلته یو شرط وړاندې کوي او هغه دا چې د وګړو عقلي کچه باید لوړه کړای شي ؛ ځکه چې خلک ترې د خپلې عقلي وړتیا د پیاوړتیا هومره د ګټې وړتیا لري.

 الله تعالی وايي: «وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ ».[4] ( زمکه الله تعالی د ټولو خلکو لپاره پیدا کړه).

د پورته آيت د تطبيق لپاره چې پېغمبرانو څه کړي، د پېغمبرانو په ژوند کې ليدلاى او عملي کولاى شو.

عاقلان قرآني کيسې د ژوند مهمه او لارښوونکې برخه او د نن ورځې د ژوند رښتينی انځور ګڼي، له عقله پلى انسان یې تېرې کيسې او زړې خبرې ګڼي.

دا چې ټولنیزه رهبري باید څه ډول رامنځته شي او د ټولنیزو چارو واک څومره عاقلو خلکو ته وسپارل شي، د دې کيسو له لارې موږ د ژوندانه له ستغو پېچومو او لېونيو څپو څخه د ځان ژغورنې لارې چارې موندلای شو.

پرون هم ابوجهل چې مالي جرمونه او عبدالله بن ابی چې اخلاقي جرم  يې لرل، ورته زړې کيسې ویلې او نن يې زموږ د زمانې مجرمان هم زړې کيسې ګڼي: «إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ».[5] (ويې ويل: دا قرآن زړې کيسې دي).

خو قرآن قرآني کيسې د عقلي او عاطفي ځواکولو د ودې او پرمختيا لارښود ويښېدا او پوهېدا او وسيله ګڼي.

«فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ».[6] (نو دوی ته د دې لپاره کيسې وکړه چې ښه او ژور فکر وکړي).



[1]. الشوقي الدکتور احمد اطلس القرآن ، ص ۳۳۳.

[2]. ابراهیم: ۳۵.

[3]. یوسف: ۱۱۱.

[4]. الرحمن: ۱۰.

[5]. الأنفال: ۳۱.

[6]. الاعراف: ۱۷۶.


No comments:

Post a Comment