لیکوال:محمدناصر حلیمی
قرآن
انسانانو ته د اقتصاد په برخه کې اقتصادي منابع هم ښودلې او د لګښت ګټور دود او
برید یې هم په ګوته کړی دی.
په فردي
او ټولنیز ژوندانه کې یې د اقتصادي پرمختیاوو او ناکامیو مادي او معنوي عوامل
دنیوي او اخروي نتایج، د رغونې او ویجاړتیا ټول توکي په ګوته کړي دي.
اقتصاد يې
پر دوو برخو عادلانه او ظالمانه وېشلی دی، سود، رشوت، اختلاس، تېر ايستنه، ټګي، درغلي، انحصار، تروړنه
او له خپلو حقه حقونو نه د خلکو محرومول يې ظالمانه اقتصاد ګڼلى، صنعت، تجارت، زراعت
او له کایناتو نه د ګټې اصول یې عادلانه اقتصاد بللی او همداسې یې په ناروا چارو
کې لګښت ظالمانه او په روا چارو کې لګښت يې عالمانه ګڼلی دی.
د اقتصادي
پرمختیا او رکود د عواملو او عاملینو توپیرونه يې په ډاګه کړي دي، چې په قرآن کریم
کې له تدبر کوونکيو انسانانو څخه هېڅکله نه پټیږي.
توپيروونکي
قرآن کریم (فرقان) حق او باطل، روا او ناروا، ښه او بد، زيانمن او ګټور، ظالم او
مظلوم، هم د کيفيت او مواصفاتو له پلوه او هم د اعمالو د پايلې له مخې او هم یې د
تشخيص له مخې، هم د درملنې د تجويز له پلوه، له پېچلتیا او ګونګتیا پرته د ژوندانه په ټولو
ډګرونو کې هر څه توپير کړي او بيان کړي دي.
No comments:
Post a Comment