لیکوال:محمدناصر حلیمي
هدايت او رحمت
هدایت او رحم یو بل سره په قرآن کې مل ځکه یادیږي، چې د علم پر بنسټ هدایت موندلی قوم، مهربانه قوم وي او د علم پر بنسټ
مهربانه قوم هدایت موندونکی قوم وي.
الله تعالی وایي: «وَلَقَدْ
جِئْنَاهُمْ بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ
يُؤْمِنُونَ».[1]
(موږ دې خلكو ته له يوه داسې كتاب
سره راغلي يو، چې د علم پربنسټ مو تشرېح كړى دى او د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او رحمت دى).
مؤمنو ولسونو ته قرآن کریم هدايت
او رحمت دی. ځکه بې هدايته رحمت د وخت په تېرېدو انسان د غفلت کندې ته ورغورځوي لکه
څنګه چې مړه تخمونه په مړه زمکه کې په باران زرغونېږي او سمسورېږي، همداسې ویده او مړه فزيکي، عقلي
او عاطفي پټ او ښکاره استعدادونه
د قرآن کریم په عالمانه لوستو، زده کولو او پوهېدو
راټوکېږي، ویښېږي، ژوندي کېږي او وده کوي.
د قرآن کریم بنسټ علم دی هغه علم
چې په عقلونو کې د هدايت ډیوه بلوي او په زړونو کې د مهربانۍ چينه خوټوي، په دې
اړه لاندې آیت ته ځیر شئ:
«لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ
عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِنْ تَصْدِيقَ
الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ
يُؤْمِنُونَ».[2]
(د مخكنیو خلكو په دې کيسو كې د پوهې خاوندانو ته عبرت دى، څه چې په
قرآن کریم كې بيانېږي، دا له ځانه (جوړې شوې) خبرې نه دي ؛ بلكې كوم كتابونه چې له دې نه
مخكې راوړل شوي دي، د همغو تصديق دى او د هرشي تفصيل او د ايمان راوړونكو لپاره
هدايت او رحمت دی).
No comments:
Post a Comment