لیکوال:محمدناصر حلیمي
مخکښ مسلمان طبیبان
مسلمان
طبیبان د نړۍ مخکښ طبیبان و، موږ د
جسماني رنځونو د درملنې لپاره په تاریخ کې ابن سینا بلخي درلود، د رواني رنځونو د
معالجې لپاره مو د امام غزالی، امام ابن قیم الجوزی، امام مقدسي، ابن مسکویة، ابن
جماعه، ابن خلدون رحمهم الله او نورو علماوو او مفسرینو غوندې شخصیتونه درلودل. د
ختیځ او لویدیځ پوهانو له همدوی نه الهام واخیست او په زړه پورې پنځونې او څېړنې
يې وکړې. د روغتيايي پرمختياوو کار له آدمه تر دې دمه دوام لري، د پېغمبرانو اساسي کار
همدغه درملنه وه، قرآن کریم د بشري، حیواني، نباتي
او حتی جمادي روغتیاوو لارښود کتاب دی، د معاصرې درملنې لومړۍ خښته مسلمانانو کېښوده او د کمال او جمال
مرحلې ته نامسلمانو ورسوله، اوسمهال په زرګونو مسلمان طبیبان د مسلمان مېشته
هېوادونو د نامقدس سیاست له امله د خپلو سرونو د ساتنې په موخه په اروپايي، امریکايي
او نورو هېوادونو کې خپل طبي خدمات په داسې حال کې عرضه کوي چې خپل ولسونه یې د
ناسم او نا ژمن طبابت له امله په عادي ناروغیو مړه کېږي.
No comments:
Post a Comment