د پند نړيواله بېلګه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د پند نړيواله بېلګه

نړيوالې اړيکې، چې څومره د متقابلې همکارۍ او درناوي پر بنسټ وي، هومره بشريت د قرآني ذکر په رڼا دنيا او آخرت رغولای شي.

«قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رسول الله إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَاٰمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ».[1]

(اى محمده!ورته ووايه ' اى انسانانو! زه تاسې ټولو ته د هغه الله تعالی استازى يم چې د اسمانونو او زمکې د باچايۍ مالک دى. له هغه پرته بل رب نشته، هماغه ژوند بښي او هماغه مرګ وركوي، نو پر الله تعالی او د هغه پر هغه نبي اُمي استازي ايمان راوړئ چې الله تعالی او د هغه ښوونې مني او د هغه پيروي غوره كړئ چې سمه لار ومومئ).

«قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ».[2]

(اى پېغمبره! دوى ته ووايه چې زه تاسې ته فقط د يوې خبرې نصيحت كوم. د الله تعالی لپاره تاسې يو يو او دوه دوه يو ځاى شئ خپل ماغزه وجنګوئ او فكر وكړئ ستاسې په ملګري كې كومه داسې خبره ده چې د لېونتوب وي؟ هېڅ ليونتوب پکې نشته هغه خو د يو سخت عذاب له راتګ نه مخكې ستاسې ځیروونکی دی).

او همداسې نور آیتونه د ټولنیز انسجام، کاینات، انسان، اوداسې نورو په اړه. [3]



[1]. الاعراف: ۱۵۸.

[2]. سبأ: ٤٦.

[3]. حليمي ، محمد ناصر ، قرآني موخې ، ص ۱۲۳.


No comments:

Post a Comment