لیکوال:محمدناصرحلیمي
ازدواجي او کورنی ظلم
د کورني نظام جوړښت او ټينګښت د اصلاحاتو او صلاحيتونو د
ودې او کارنده کېدنې بنسټ دی.
نسلونه په
کورني تاوتریخوالي تباه کېږي، په ځینو کورنیو کې نارینه او په ځینو کې ښځینه بې
کفایته وي په ځینو کې دواړه او په ځینو کې دواړه با کفایته وي، کله دواړه با کفایته وي ؛ خو بې نظمه زېږون له
دواړو نه د اولاد د روزنې لار ورکوي د لا ضرر ولا ضرار فى الاسلام».(زيانمنېدل او زيانمول په اسلام کې نشته)تر قاعدې لاندې بايد د اولادونو ترمنځ فاصله لږ
تر لږ څلور کاله وي، چې مور، ماشوم او پلار د عقل، روان او جسم له پلوه زيانمن
نشي.
عن عباده
بن الصامت ان رسول الله قال: «لا ضرر ولا ضرار». (زيانمول
او زيانمېدل په اسلام کې نشته ).
داسې
میندې او پلرونه چې د عدالت پر محور حکومت څرخوونکي شخصیتونه ټولنې ته وړاندې کړي،
نه دي لیدل شوي د داسې پلرونو او میندو را منځته کېدل زموږ
بنسټیز اړتیا ده ؛ خو تر اوسه نه دي تر سترګو شوي دولت، ټولنيز او سیاسي
مشران د کورنۍ په ملاتړ ژمن دي ؛ خو هېڅ ډول چمتو والی ورته نه لري.
جبري
ودونه، لور پلورنه، لور په بدو کې ورکونه او د بدل ازدواجي ظلمونه له بده مرغه د
افغاني ټولنې لخوا منل شوي نرخونه دي.
نکاح دوه رکنه لري چې یو یې ایجاب و قبول دی او د دواړو
خواوو کامل رضایت، کله چې په یو شرعي عقد کې شرط پوره نه وي نکاح فاسدېږي او کله
چې رکن نه وي باطلیږي، یعنې د نکاح شرعي حیثیت او حکم له منځه تللی دی[1].
قرآن غواړي چې ازدواجي نظام د مینې، رحم او ډاډ بښنې له مخه
پر مخ لاړ شي.
لاندې آیت په دقت سره ولولئ!.
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ
وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا
وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ الله غَفُورٌ رَحِيمٌ (14) إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ
وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ».[2]
د کور غړي
د بښنې، تېرېدنې او تېر په هېر تعامل وکړي ماشوم په مینه، مشر په درناوي او ځوانان په ستاینو او هڅونو
ونازول شي.
څومره چې
کور د کرکې، ظلم او غچ اخیستنې کور وي، هومره کورنی او ازدواجي ظلم دی.
No comments:
Post a Comment