قرآن خپله شفا


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآن خپله شفا

الله تعالی قرآن شفا نوموي او وايي: «وَنُنَزِّلُ مِنْ الْقرآن مَا هُوَ شِفَاءٌ».[1]

قرآن کریم د ايمان ژبه ده، کوم عقل، عاطفه او روان چې د ايمان په رڼا روښانه شي، د دې قرآن هره جمله، فقره او کلمه د رنځ تشخيص، پېژندنه او درملنه ده، خو چې زړه په ايمان روښانه نه وي، بيا انساني غوږونه دا مفاهيم نشي اورېداى. اوري، لولي، پوهېږي خو د ځان په ګډون وګړو او ټولنو ته پرې بدلون، وده او سپېڅلتیا نشي ورکولاى. د قرآن کریم د اهدافو، معیارونو او لارښوونو کچه دومره هسكه ده چې فقط د ایمان او علم پر وزرو نیول کېږي دې موخو او دې معيارونو ته رسېدل د ایمان او علم له وزرو پرته نه کېږي.

قرآني موخي د انسان په ضمیر کې د ایمان په ریښو خړوبیږي، وده کوي او د علم په څانګو مېوه ورکوي که ايمان نه وي دونې ريښې که نشته که عقل نه وی څانګې پاڼې او مېوه نشته وچ ډډ دی.

له همدې امله په نبوي، راشده او تابعینو دورونو کې د قرآن کریم د زده کړې قاعده داسې وه:« تعلمنا الايمان ثم تعلمنا القرآن». (لومړی مو ايمان زده کړ، بيا
قرآن کریم).

په دې حدیث کې د"تعلمنا"موږ زدکړه وکړه او علم هغو معلوماتو ته وايي چې په عمل کې مثبت بدلون او پرمختګ راولي.

ايمان څه شی دى؟ ايمان امانتداري ده. لاندې حديث په غور سره ولولئ:

«أَنَّ الأَمَانَةَ نَزَلَتْ فِي جَذْرِ قُلُوبِ الرِّجَالِ، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ القرآن، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ السُّنَّةِ».[2]

(الله لومړی د لوړهمته خلکو د زړونو تل ته امانت کېيست، بيا يي قرآن کریم
نازل کړ).

«وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ».[3]

(موږ په دې قرآن کریم كې هغه څه نازلوو، چې د مؤمنانو لپاره شفا او
رحمت دى).

قرآن کريم د هغو عاطفي، عقلي، رواني، جسمي او ټولنيزو رنځونو څخه ځان ژغورنې او د درملنې لارې چارې راښيي چې د ټولنيزو، سياسي او اقتصادي بدمرغیو، بې لاريو او وروسته والي لامل ګرځي. قرآن کریم روغتيا بښونکې لارښوونې او روغتيا تضمينوونکې روزنيزې کړنلارې لري.

د قرآن کریم په هره کلمه او جمله کې د انسان د عقلي، رواني، عصبي، روحي، جسمي او اجتماعي، رنځونو ژغورنه او درملنه پرته ده چې کتابونه پرې لیکل کېږي، دا کار د ګڼو علومو متخصصين په يوه کارنده ګروپ، متخصص تشکيل او ژمن جریان سره کولاى شي.



[1]. اﻻسراء: ۸۲.

[2]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل ، (الجامع الصحيح) ، صحيح البخاري ، ج ٩ ، ص ٥٩.

[3]. الاسراء: ۸۲.


No comments:

Post a Comment