لیکوال:محمدناصر حلیمي
د طیب ښار کره تفسير
طیب ښار هغه ښار ته ويل کېږي چې له هر ډول ناپاکیو، ناولتياوو، ډېرانونو، کثافاتو او چټلیو څخه پاک وي.
له خيرو، ګرد،
دوړو، لوخړو، امونیم اکساید او د کاربن دای اکساید له تراکم څخه پاک وي.
ښکلي
سړکونه، ښکلي پارکونه، آرام کورونه، تاند او سمسور استوګنځي..
د علم، کار
او اخلاقو له پلوه پرمختللی د ستاینې وړ مبتکر او مخترع ښار..
په مادي
او معنوي توګه خوږ، زړه راښکونکی او خوږ بویه ښار..
چې نه پکې
د ناولتياوو بدبویي وي ؛ نه د شرابو کم عقلي او نه د تربګنیو او دښمنیو رسوایي.
نه د حرام خورۍ کرغېړن انځورونه او نه د
غصب، انحصار او ظلم فسادونه.
راشه درشه، اخلاق، سړیتوب او هر څه پکې د لوړې
او سپېڅلې کچې وي.
کورني، اخلاقي، سیاسي، نظامونه پکې پرمختللي وي،
فساد او ظلم پکې ځای ونشي موندلای.
«وَالَّذِي خَبُثَ». (هغه ښار
چې خبیث شي): خو کوم ښار چې د ښاریانو غفلت، خیانت او لټۍ له امله خبیث شو، دلته
قرآن کریم ټول ښارونه په یوه کنډه نه تلي، د قرآن کریم عجیب تعبیر دی، وايي:
«وَالَّذِي خَبُثَ». (هغه ښار چې خبیث، ناپاک او ناولی شي)، یعنې چې ښارونه او
ښاریان په طبيعي شکل سپېڅلي، پرمختللي او ښاغلي دي، نو کله چې پرې فاسد، حاسد، غاصب،
ظالم، خاینان او اداري فاسد سیستمونه واکمن شي، په ښار کې د ژوند په ټولو اړخونو
کې سپکاوی او پلیتي
په ظاهري او معنوي بڼه زیاتېږي.
د سپکو او ناولو
خلکو امر به پکې چلېږي او سپېڅلي خلک پکې بې واکه وي.
د دواړو ترمنځ توپير د نتیجې پر اساس داسې
بیانوي:«وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ».[1]
په
طیب ښار کې انسان، حیوان او نبات سالمه وده کوي، د بشري پرګنو لپاره د خیر سرچينه
او بنسټ ګرځي، هلته د هر چا له وینا، عمل او فکر څخه د مشکو خوږې وږمې خپرېږي.
په دغسې ښار کې دکونډو اسویلې نه وي، د
یتیم اوښکې پاکې او د بورو میندو لپاره ډاډ او سکون وي، وړتياوې پکې ارزښتمنې
او توليدات يې پرمختللې وي، له وړتياوو او سرچينو کار اخستل
کېږي، اړتیاوې د حل مشروعې او ګټورې حل لارې لري.
«وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا».[2]
اما هغه ښار چې خبیث شي، انسانان پکې اغزن، زهرجن
او بوین شي، وګړیز ژوند پکې د کرکې او ظلم انځور وګرځي، ټولنیز ژوند پکې د یو بل
رټل، ځپل، وژل او
زبېښل وي، دې ته خبیث ښار ویل کېږي.
موږ د طیب ښار په جوړولو
او له خپلو ښارونو څخه د ظلم، خباثت او سپکاوي په له منځه وړلو ژمن یو. که ځان ته قرآنپال او قرآنپوهان
وایو، باید هېوادونه مو د نړۍ په کچه تر ټولو هېوادونو پاک، خوږ بویه او ښایسته وي د مسلمان مېشتو هېوادونو ستره
ناکامي په دې کې ده چې د نورو ارګانونو غوندې ښاروال په لوړ رشوت ګمارل کېږي او
بیا لږ وخت کې ملیونر کېږی، ان تردې چې د ځینو پارلمانیانو لګښت هم پرغاړه لري!!.
کله چې په رڼو سترګو اسلامي فقه د ښاروالۍ او
ښار جوړولو د معاصرو علومو په رڼا کې لولو، بیا د فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو
مدني قوانین وینو، چې له اسلامي فقهې اخستل شوي، د اسلام د دین حقانیت لا ښکاره او
جوتېږي، پخوانیو علماوو دین له استحبابه نه
پيلاوه، له حقونو، ژمنو او مسؤولیتونو څخه يې پیلاوه او په فرایضو يې پای ته رساوه، همدا لامل
وو چې شهکار کتابونه يې ولیکل، چې نړۍ يې پر انسانیت ویاړي، خو موږ اسلام له مختلف
فیه مستحباتو نه پيل کړ، نتیجه دا شوه چې د یوې مدرسې زده کوونکی د بلې ورمېږ په
ډېر ویاړ په چاړه پرې کوي.
ښارونه د تجارت او کاروبار
له پلوه د اعتماد پر محور څرخیږي کله چې جنس، نقد او کاروباریان بدنامه شول ښاري
پرمختیاوې نه رامنځته کېږي، همدا لامل دی چې عمر رضي الله عنه داسې وايي: «قَالَ
عُمَرُ رضي الله عَنْهُ لَا تَغُرَّنَّكُمْ طَنْطَنَةُ الرَّجُلِ فِي صَلَاتِهِ
اُنْظُرُوا إلَى حَالِهِ عِنْدَ دِرْهَمِهِ وَدِينَارِهِ».[3]
(عُمَرُ رضي الله عَنْهُ به ویل: د چا د شپې په
لمونځونو مه تېر وځئ، د درهم او دینار په معاملاتو کې یې وګورئ).
دلته عمر رضي الله عنه
وايي چې د چارواکو په لمانځه به نه تېروځئ! د هغو بېنمازه چارواکو په اړه څه
ووایو؟ چې خولې نه یې د نشه یي توکو او حرامو بوی ځي او موږ نه د سالمي ټولنې د
جوړولو سپارښتنه او غوښتنه کوي!!.
[1]. الاعراف: ٥٨.
[2]. الاعراف: ٥٨.
[3]. داماد أفندي ، عبد
الرحمن بن محمد بن سليمان ، په (شيخي زاده) مشهور دی ، مجمع الأنهر في شرح ملتقى
الأبحر ، ج 6 ، ص 171.
No comments:
Post a Comment