لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن کریم او روغتیایي پرمختیاوې
اوسنۍ عقل
بوږنوونکي طبي پرمختياوې هم د قرآن کریم له دي، ځکه چې قرآن کريم نړيوالو ته د
ژورې څېړنې روحيه او د ګټورو لاسته راوړنو برکته جرأت
ورکړ. دقيقه کتنه، څېړنه، د ځيرتيا او حقايقو پر بنسټ فکر او انګېرنه يې د چارو
شننه او علمي لاس ته راوړنه، د رښتینو بنده ګانو صفت وګاڼه.
قرآن کریم د هر ډول رنځ شفا ده، د رنځونو پېژندنه، درملنه او
تشخیص کوي. قرآن کریم د ټولو
اعتقادي، عبادي، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، روغتيايي رنځونو مخنيوى، پېژندنه او درملنه ده.
دا چې
مسلمانان د روغتيا او په تېره د طب په ډګر کې په دې وروستیو پېړیو کې پاتې راغلي
دي، لامل یې سیاسي، مالي او اداري فساد، استبداد، اجتماعي
اختلافات او مذهبي تعصبات دي او پړه یې هم پر هغه چا ده، چې د اسلامي امتد نننیو
شخړو ته په راز راز پلمو او ګڼو اسلوبونو لمن وهي. یو مسلمان په بل او یوه اسلامي
ټولنه په بله ځپي او ماتوي چې ګټه يې د نړۍ خونخورو پرګنو ته رسېږي، چې انسي او
جني شيطانان د دوی له لارې خپل موخې ترلاسوي.
علامه ابن
قدامه رحمه الله وايي: (د شيطان لویه دروازه مذهبي تعصباتو ته د خلکو لمسول او له
عملي کولو يې لرې کېدل دي).[1]
موږ دېته
اړتیا لرو، چې د رواني، جسمي او عقلي ناروغیو متخصصین موږ ته په
ګوته کړي، چې په لويديځ کې د روغتیا په برخه کې د دومره پرمختیاوو د رامنځته کېدو
لامل څه دی؟ موږ ولې روغتيايي
قرآن ترڅنګ ناروغه او له روغتيايي آرونو بې خبره يو؟
كه د
مسلمانانو طبي تاریخچې ولولئ دې نتیجې ته رسېږئ، چې مسلمانانو د طب
په ډګر کې بشریت ته په هر اړخیزه بڼه خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه خدمات د هغو شخصیتونو لخوا شوي چې د قراني علومو زده کړه يې کړې وه.
[1]. ابن قدامه المقدسي ، احمد
بن عبدالرحمن ، مختصر منهاج القاصدين ص - 149 عربي متن یې: « ومن أبوابه: حمل العوام على التعصب في المذاهب
، دون العمل بمقتضاها».
No comments:
Post a Comment