قرآن کریم د پاکو زړونو او رڼو عقلونو کتاب


 لیکوال: محمدناصر حلیمي 

د پاکو زړونو او رڼو عقلونو کتاب

د قرآن استوګنه د زړه پاکه تاخچه او د عقل روښانه دریڅه ده، د دې کتاب پلوشې د هغو خلکو زړونو، عواطفو او عقلونو ته ننوځي چې د حقوق الله او حقوق العباد له زیانمنولو څخه ځان ژغوري، په اداء کولو کې يې ځنډ نه کوي او د حقتلفۍ له لارې د ځانپالنې او بل هېرونې هڅه او هاند نه لري، هغه زړونه چې د حقتلفۍ احساس یې خړو وریځو تور کړی وي، د هغوى په اړه الله تعالی وايي: « كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (١٤) ».[1]

(نه داسې نه ده، چې دوی يې وايي، حقیقت دا دی چې د دوی زړونه زنګ نیولي).

روښنايي پر هغو زړونو ده حرامه         چې پرې کښېني ګردغبار د دې دنیا[2]



[1]. المطففين: ۱۴.

[2]. رحمن بابا کلیات

No comments:

Post a Comment