سیاسي رنځوران


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

سیاسي رنځوران

د ناوړو، ناولو او تيريګرو خلکو حکومت، د حکومت له لارې د ملتونو زبېښل غصب، انحصار او چل ته مخه هوارول، هغه چارواکي چې له واکه ګټنه کوي او دنده يې لوټماري، چور، رشوت او اختلاس وي. د سیاسي رنځونو په رنځ رنځور سیاستوال، ټولنه په سیاسي رنځونو اخته کوي او د خلکو ژوند تریخوي.

د سیاست او سیاستوالو رنځونه باید د علماوو له خوا تشخیص او دوا ورته تجویز شي، عالمانه او عاقلانه تګلارې ورته وټاکل شي. د هغې ټولنې په حال دې الله تعالی رحم وکړي چې علماء یې له عملي سیاسته لرې او د رنځورو سیاستوالو په منتر اوده([1])وي. داسې ټولنه له سياست ځپونکو او شخصیت وژونکو ناورینونو څخه خپل ولس نشي ژغورلای.

ایا زموږ پوهان په دې اړه منظم تشکیلاتي با کفایته قيادتي او ټولنيز اقدام نشي کولای؟ که کولاى شي؟ څومره وخت؟ څرنګه تشکيل؟ د کوم روزنيز نصاب له مخې؟ تر څو چې ملتونو ته سیاسي دسیسې بربنډۍ نه شي، سیاست اوسیاستوال به ملتونه ځپي او زبېښي. د سياست او سياستوال درملنه او له تېرو داړو يې د ولسونو ژغورل د الله تعالی پر وړاندې له اسلامي علماوو نه اخېستل شوې پخه ژمنه ده.

سیاسي رنځوران تل منصب د خپلو ګټو وټو لپاره پکاروي، له منصب نه د خلکو د ستونزو د حل مرجع نه جوړوي، خلک دې ته هڅوي چې د ګټورو ټولنیزو سیستمونو د ایجاد او کره والي پر ځای د ده درناوی او ده ته چاپړوسي وکړي.



[1]. اوده – مداريان مار په منتر اوده کوي.


No comments:

Post a Comment