څلورویشتم فصل:نوولسم صفت(القصص) کیسې
قرآني کيسې الله تعالی
موږ ته د دې لپاره بیان کړي چې د پرمختیا معقولې او سپېڅلې لارې زده او عملي کړو، له خپلو تېروتنو ګټه واخلو او
جبران يې کړو د سياسي، اقتصادي او اجتماعي مخلصو
مخکښانو ننګه او په دې ډګرونو کې تېر ایستونکو
ته ځیر شو او د
راتلونکي ژوند لپاره مثمر، ښه او ګټور پلان ولرو او اوسمهال په پایله والو چارو
بوخت شو، وخت، امکانات او وړتيا رانه عبث ضایع نشي اجتماعي ريښتینو انسانپالو
مصلحینو او د انسان په جامه د دروغجنو انسان څروونکو ځانګړنې،
درملنه او د له منځه تګ عوامل، علتونه او سیستمونه يې په تطبیقي بڼه وپېژنو او پکې
وروزل شو.
ابن رجب الحنبلي وايي:
«إن في سماع أخبارِ الأخيارِ مقويًّا للعزائم ومُعينًا على اتِّباع تلك الآثارِ، الحكاياتُ
جندٌ من جنودِ اللَّه، تقوى بها قلوبُ المريد».[1]
(د غوره شخصیتونو کیسې اورېدل عزم
پیاوړی کوي او انسان ته د لویو چارو د ترسرونې توان بښي يعنې کیسې هغه الهي لښکر دی،
چې د هدفمنو شخصیتونو زړونه او عزائم پیاوړي کوي).
[1]. ابن رجب ، زين الدين عبد الرحمن بن أحمد بن رجب بن الحسن ، السَلامي ، الحنبلي ، تفسير
ابن رجب الحنبلي ج 1 ، ص 572.
No comments:
Post a Comment