له قرآن کریم نه د استفادې یوولسمه تګلار: د هوښيار او ګټور اطاعت پر بنسټ ټولنیزه ورورګلوي


 لیکوال: محمدناصر حلیمي

لیکوال محمدناصر حلیمي

۱۱.  د هوښيار او ګټور اطاعت پر بنسټ ټولنیزه ورورګلوي

هغه ولس هم له دې اسماني کتاب نه ډېره ګټه اخستلای شي چې د الله تعالی د اطاعت پر بنسټ وروګلوي او یو د بل د پاللو او پرمخ وړلو ژمنتیا او دود لري. هغه ولسونه چې یو د بل پښې وهي د بد مرغۍ په لور درومي، بیا هغه قوم چې د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو د تحریف او جاهلانه تاویل له لارې په دیني تعبیراتو خلکو ته اختلاف او بدبیني عبادت ښيي له ذلیل ژوند نه پرته بل هېڅ ارزښت په دې او هغه نړۍ کې نه لري.

قرآن وايي د الله او پېغمبر د اطاعت له لارې خپل داخلي اختلافات حل، خپلې تشې ډکې او خپل کمزوری حالت پياوړى کړئ. اطاعت د ذهني قناعت له مخې د الله او رسول د امر منل او نهى څخه ځان ژغورل دي.

«وَأَطِيعُوا الله وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ الله مَعَ الصَّابِرِينَ».[1]

(او د الله تعالی او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ او پخپلو كې شخړه مه كوئ، چې كمزوري به شئ، زور به مو اوبه شي يو بل وزغمئ، الله تعالی د صابرانو مرستندوی دى).

د اسلام پر مبارک وجود چې مې کوم ټپونه لیدلي دي، ډېری پکې د هغو خلکو د توغندي او خنجر نښې دي، چې خپل پلویان يې تعصب، اختلاف، کورنیو شخړو او جنجالونو ته هڅولي او روزلي، له دې لارې يې د مسلمانانو وخت، بشـري وړتیاوې، د مصلحينو مورالونه له منځه وړي او له همدې لارې کورني او باندني دښمن یې پر مسلمانانو برلاسی کړي دي.

په داسې حال کې چې د دوی پلویان په پاک نیت، د استعداد روزنې، خیر غوښتنې او کارنده کېدو لپاره دوی ته پناه راوړي. خو متأسفانه متعصب او په اختلافاتو کې ښکیل شخصیتونه د خپلو پلویانو دنیوي او اخروي مصلحتونه هېروي، د شرعي احکامو د کره زده کړې تطبيق او استنتاج پر ځاى خپلو پلویانو ته د خپلو مخالفینو په اړه عقده منه هڅونه او د غچ اخیستنې روزنه ورکوي او د یو ځل کاري (يکبار مصرف) په څېر يې کاروي.

تردې لویه بې دردي او نا ځواني بله څه ده، چې انسان پخپلو وړتیاوو د بشـري پرګنو وړتیاوې وځپي، د ځوان نسل وړ شخصیتونه د ګوندي او مذهبي تعصب په تنګه، ځوروونکې او کړوونکې دایره کې بنديوان کړي.

د تعصب او اختلاف په لومه کې نغښتي داسې شاهینان پېژنم چې د بتکې هومره همت هم نه لري، ټوله تاریخچه او لیکنې يې چې ولولې خپل ولس ته یې له دښمن نه پرته بل څه نه دي زېږولي، د تعصب په رنځ رنځور قیادتونه پېژنم چې د خپلو ولسونو د عروج مخې ته خنډ او د زوال ستر لاملونه دي.

د تعصب په اور وریته ځوانان پېژنم چې په ډېرو آخرت تباه کوونکيو رنځونو رنځوران دي، که څه هم د آخرت په اړه یې ویناوې زده دي، د دوی مخې ته یې د ژمنو په تړاو زرګونه کارونه د دین له ادعا سره پراته دي، خو په اړه یې خبره نه کوي.

له ژبني، قومي، مذهبي او ګوندي متعصبینو سره چې څومره کېنې، بې ضرورته درته خپله درنه او د نورو سپکه وايي او د شته اجتماعي، اقتصادي او سیاسي ستونزو د کره تشخیص او عالمانه حل په اړه کاڼه، ړانده او ګونګیان دي، هېڅ ډول نوښت، طرح او وړاندیز نه لري.

همدا لامل دی څومره چې د دوی شعارونه تودېږي، هومره ولسونه له پښو غورځېږي او څومره چې د هېواد د ازادۍ او ابادۍ په اړه د دوی لاپې باټې ډېرېږي، هومره هېواد په اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحرانونو ښکېلېږي او څومره چې دوی خلکو ته د روڼ او پرمختللي مستقبل ژمنې ورکوي، هومره ورځ تر بلې حالات او اوضاع خرابېږي.

د اسلامي امت او بشري پرګنو د ژغورلو یوازینۍ لار په بشري پرګنو کې د حقونو د اداینې او ژمنو سرته رسول، د پایلنو هڅو پیاوړي کول، د تعصب ټولو ډولونو له منځه وړل، د اختلافاتو حل ته د علمي معيارونو ټاکل او څېړنيزو ارګانونو له لارې د لومړيتوبونو په نظر کې نيولو سره حلول دي، ځکه د حقونو د ادا مخې ته تر تعصب او جاهلانه اختلافاتو ستر خنډ نشته.

د متعصب او د فرعي اختلافي موضوعګانو د ناندرېمار ذهن له ملي، اسلامي او بین المللي قضایاوو څخه خالي دی، له همدې امله ویلای شو چې تعصب او اختلاف د قرآني اهدافو د تر لاسي مخې ته پراته ستر خنډونه دي، چې هواروونکي یې ستر مجاهدین دي.



[1]. الانفال: 46.


No comments:

Post a Comment