لیکوال:محمدناصر حلیمي
د روغتیا پالنې او پوهنې په موخه
قرآنپوهنه بايد
د روغتیا پالنې او درمل
پوهنې په موخه
وي، زموږ د مسلمانانو دنده قرآنپوهنه
د روغتیا لپاره او روغتیا پوهنه د قرآنپوهنې د عامونې لپاره ده. قرآنپوهان او
مفسرين باید زموږ اجتماعي، فردي، رواني، عقلي، روحي، سیاسي، رنځونه په ګوته او
تداوي کړي او په دې لړ کې علمي معیارونه او د روغتیا لپاره کره فارمولونه وړاندې
کړي.
د مفسر لومړنى شرط باید دا وي چې ټول عقلي، رواني،
روحي، اجتماعي رنځونه وپېژني چې قرآن کریم د شفا بښنې تفسیر سره نړۍ کې د رنځونو د
کچې په کمولو کې نقش او د پېغمبر د وراثت ادعا رښتنې کړای شي. د مفسر په شرائطو کې
دا داخل شي چې لږ تر لږه د پنځه زره جسمي، عقلي او روحي رنځونو نومونه، تعريفونه
او خطرونه يې زده وي البته د عمومي معلوماتو تربريده.
ځکه عمر
رضي الله عنه وايي: «څوک چې جاهليت نه پېژني اسلام نه پېژني».[1]
بل ځای
داسې وايي: «هغه چې په اسلام کې روزل شوی او جاهلیت نه پېژني، د اسلام رسۍ لوېشت
لوېشت شلوي».[2]
څوک چې
رنځپوه او رنځور پوه نه وي، اسلام ځکه نه پېژني چې اسلام د رنځونو درملنه، له
رنځونو ژغورنه او له درملنې وروسته رغونه ده او دغه چارې بې رنځپوهنې او رنځور
پوهنې نه کېږي.
[1]. عربي متن یې: « لا يعرف الإسلام من لم يعرف الجاهلية».
[2]. عربي متن یې: « إنَّمَا تُنْقَضُ عُرَى الْإِسْلَامِ عُرْوَةً
عُرْوَةً إذَا نَشَأَ فِي الْإِسْلَامِ مَنْ لَمْ يَعْرِفْ الْجَاهِلِيَّةَ».
No comments:
Post a Comment