۱۹. د زړونو او عقلونو رڼول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۹.           د زړونو او عقلونو رڼول

د ټول عالم په تېره د انسان او بیا د حقپالو لپاره د پوهوونکو، هوښیاروونکو، ویښونکو درنو اعمالو ترسرولو ته چمتو کوونکی او د عادلانه او عالمانه ټولنې را منځته کوونکيو ته لارښود کتاب دی، رڼا يې هغو زړونو ته ورننوځي، چې تقوی لري، د حقتلفۍ له ټولو ډولونو، د ګناهونو له ظاهري خوند او باطني غم څخه ځان ژغوري همېشه په داسې تواضع لمونځونه کوي، چې د لمانځه غوښتنې هم ساتي، خپل روحي، عقلي او جسمي قوتونه پرې هم پالي، د ټولنیزو ستونزو حل ته په مېړانه وردانګي. بشري وړتیاوې د بشري اړتیاوو حل ته چمتو کوي او نړۍ د انسان له لارې په کره او ګټوره بڼه پالي.

د بې وسه او محرومو خلکو په اړه خوږمن زړه لري د خلکو د دردونو راکمولو او د ستونزو د هوارولو لپاره خپل مال، وخت، ځواک او وړتیا بې له ریا په اخلاص لګوي. پر محمد ﷺ، پېغمبرانو او آخرت ایمان لري خپلې ټولې چارې د محمد صلي الله عليه وسلم په طريقه د آخرت لپاره کوي، په دنیا کې پر چا احسان نه اچوي او نه يې بدله غواړي. که د قرآن تعليم عام شوى واى، د انسان پرضد د وژنې، تښتونې او قاچاق تر بريده جنايتونه د انسان په لاس نه کېده.

«الم (١) ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (٢) الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (٣) وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْاٰخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (٤) أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (۵)».[1]

(دا د الله تعالی كتاب دى، په دې كې هېڅ شک نشته، د هغو پرهېزګارانو لپاره هدايت دى، چې ناليدلى يې پرې ايمان راوړی، لمونځ کوي او كومه روزي چې موږ وركړې، له هغې نه د الله تعالی په لار كې لګوي او كوم كتاب چې پر تا نازل شوى (قرآن کریم) او كوم كتابونه چې له تا نه مخكې نازل شوي وو، پر هغو ټولو ايمان راوړي او پر آخرت باور لري، دا خلک د خپل رب له لوري پر سمه لار دي او همدوی سوبمن او بریالي دي).



[1]. البقرة: 1 -5.


No comments:

Post a Comment