بې رحمي او قرآن


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

بې رحمي او قرآن

 بې رحمو انسانانو ته چې قرآن کریم په لاس ورشي، بشريت ته بې له شر رسونې بل څه نشي ورکولای، نو باید دیني مدارس د درس له پیله مخکې یوه روزنیزه اخلاقي دوره ولري، چې هم لوراند وروزل شي او هم يې د ترحم کچه لوړه شي، تر څو چې يې د لورنې کچه لوړه نه کړي، د قرآن کریم درس ور نه کړي.

که غواړو بشري نړۍ نجات ومومي، باید د قرآن کریم زده کړې ته د مينه ناکۍ او مهربانې عاطفې خاوندان لېواله او چمتو کړو او څوک چې قرآن کریم زده کوي، باید تر زده کړې د مخه او د زده کړې په ترڅ کې يې د خواخوږۍ او مهربانۍ ماده د کمال او جمال کچ ته ورسول شي.


No comments:

Post a Comment