لیکوال:محمدناصر حلیمي
مدینه کې ذکر لپاره د سعد بن معاذ انتخاب
سعد بن معاذ رضى الله عنه ته (د انصارو) صدیق ویل کېده، همداسې
چې ابوبکر رضى الله عنه مهاجرینو کې د درنو خویونو، لوړو ارمانونو، سپېڅلیو اړیکو،
د الله لمانځنې، مظلومپالنې، حقپالنې او حقیقت پالنې هسکه نمونه و، سعد رضى الله عنه هم په
انصارو کې همداسې و.
د سعد په مړینه عرش لړزیږي: دومره ستر انسان د
قرآن تدريس ته انتخابېږي چې په مړينه يې عرش لړزېږي.
«عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: «اهْتَزَّ عَرْشُ الرَّحْمَنِ لِمَوْتِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ».[1]
(له جابر رضى الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلى الله
عَلَيْهِ وَسَلَّم وفرمایل: د سعد بن معاذ مړینې ته د رحمن عرش ولړزېد).
د سعد جنازې ته ۷۰۰۰۰ملايک را کوزیږي،
دومره ستر انسان، چې
جنازې ته يې ملايکې کوزېږي.
«لَقَدْ نَزَلَ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ شَهِدُوا جِنَازَةَ
سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ، مَا وَطِئُوا الْأَرْضَ قَبْلَ يَوْمَئِذٍ».[2]
(د سعد بن
معاذ جنازې ته اویا زره ملايکې را ښکته شوې وې، چې تر دې مخکې نه دي راښکته شوې).
[1]. قشيري ، مسلم بن الحجاج
، صحيح مسلم ج 12 ص 241.
[2]. الشيباني ابو عبد الله
أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، فضائل الصحابة: 1491.
No comments:
Post a Comment