لیکوال:محمدناصر حلیمي
۵.
محسوسه پایله
همداسې چې باران شاړه زمکه زرغونوي، مړه تخمونه را ټوکوي، د
قرآن کریم د هدايت لمر او د رحمت سمندر د انسان
عقلي، روحي او جسمي ځواکونه په مثمره بڼه غوړوي او په ټوليزه بڼه يې راپنځوي او
ټولنه يې د نورو ټولنو لپاره د خيراو پرمختګ سرچينه ګرځوي.
د کومې ټولنې وګړي چې څومره عقلي انکشاف، جسمي قوت، روحي
رڼا، عاطفي سپېڅلتيا او ځواکمنتيا ولري ؛ هغومره د قرآن کریم په رڼا نېکمرغه وي. څومره چې يوه ټولنه له
عقلي وروسته پاتې والي سره مخ وي او یا بې ایمانه وي، هومره
ناولی نظام، چټل اخلاق، ککړ اجتماعي جوړښت، اغزن او زهرجن وګړي او بدرنګه ټولنه
لري، قرآن وايي چې بې ایمانه
او بې عقله قومونه چټل قومونه دي.
قرآن وايي: «كَذَلِكَ يَجْعَلُ الله الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا
يُؤْمِنُونَ».[1]
(همدارنګه پلیت ژوند د هغو په برخه دی، چې ایمان نه راوړي).
خو ایمان د انسان زړه او عمل ته د
روښانه عقل پرلار راځي، ایمان په کم عقله لار نه ځي هغه انسانان چې عقيده لري او
عقل نه لري بشر ژور ګړنګ ته غورځوي.
الله تعالی وايي: «وَمَا كَانَ
لِنَفْسٍ أَنْ تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ الله وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى
الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ (١٠٠) قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ
وَالْأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الْاٰيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ».[2]
(د الله تعالی له ارادې پرته هېڅوک ایمان نه راوړي او ناولی ژوند د هغو په
برخه دی، چې خپل عقل پکار نه اچوي دوی ته ووایه! په اسمانونو او زمکه کې چې څه دي،
ژور ورته وګورئ! آیتونه او پېغمبران بې ایمانه قوم ته ګټه نشي رسولای).
ديني عالمان چې څومره د ايماني پياوړتيا لپاره کار کوي، تر هغه بايد زيات کار د عقلي پرمختيا لپاره وکړي، ځکه چې ايمان د عقل د سپېڅلتيا
او پياوړتيا په کچه وده کوي یا په بله وینا روښانه عقل د رښتیني ایمان ساتندوی او
پالندوی دی، لکه سليم عقل چې په سالم بدن کې وي، سالم
ايمان په سليم عقل کې وي.
پیاوړی او ريښتنی ایمان عقل له حقتلفۍ
ژغوري او حق ادایني ته یې چمتو کوي. له مشرانو مو اورېدلي وو، چې يو پاو علم ته خروار عقل پکار دى. نن چې کړېږو له خروار علم
سره پاو عقل نه کاروو، همدا لامل دی چې زموږ په ټولنه کې علم ستونزې زېږوي او رژوي يې نه.
دلته لویه ستونزه دا ده چې قرآن
کریم عقل او ایمان یو د بل ساتندوی او پالندوی ګڼي، خو زموږ په ټولنه کې متضاد او متقابل ګڼل کېږي، که دغه خطرناکه تاريخي تېروتنه نه واى اوس به په ټولو علمي، تحقيقي او خدماتي علومو کې
مسلمانان د نړېوالو استادان واى.
ديني عالمان ژمن دي چې د قرآن کریم لپاره داسې درسي نصاب او تدریسي دود وټاکي چې عقل په ایمان او ایمان په عقل پیاوړى، د کار وړ او د پرمختګ، خیر او برکت سرچينه کړي.
No comments:
Post a Comment