لیکوال:محمدناصر حلیمي
د پخوانیو خلکو خبر
پخواني قومونه د ژوندانه په ګڼو
ډګرونو کې څه وکړل او له څه سره مخ شول؟ کوم قومونه د عروج او پرمختیا اتلان دي او
کوم قومونه د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې نورو ولسونو ته اړ او سوالګر دي؟ هغوی څه
وکړل چې پورته وختل او هغوی په څه اخته شول چې لاندې پرېوتل؟ الله تعالی د پند
لپاره موږ ته د هغوی حالات بیان کړي دي.
«ذَلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ
وَقَدْ اٰتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا (٩٩) مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ
يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا».[1]
(اى محمده! موږ د مخكې تېرو شوېو حالاتو خبرونه تاته
اوروو او موږ خاص له خپل لورې نه يو (ذكر) دركړی دى. څوك چې له ترې مخ واړوي، هغه
به د قيامت په ورځ د ګناه دروند پېټى وړي).
No comments:
Post a Comment