د قرآن کریم نه د استفادې اوه لسمه تګلار: د عزت پر محور د ګټورو ډلو ایجاد


 لیکوال: محمدناصر حلیمي

۱۷. سترې ډلې او ذلت

په سلګونو اسلامي ډلې ځان جماعت، خپل مشر د بیعت یوازینی وړ او په داسې حال کې د اسلامي امت د ژغورلو مخکښ ګڼي چې طرح، تشکیل، ښوونیز سیستم، روزنیز بهير، عقلي کچه، عاطفي پانګه او اجتماعي عدالت يې د بشـري پرګنو ۱٪ ستونزې هم نشي رژولاى.

زه وايم د دې ټولو ډلو عقلي، عاطفي او عملي یووالي ته هله جماعت ویلای شو، چې لږ تر لږه د نړۍ په کچه د بشري پرګنو د ستونزو د رژولو طرحه، تطبیقي پلان او منتجه عملي کړنلاره ولري.

خو متاسفانه دې موخې او کار ته لا تر اوسه منسجم، منظم او مستقبل تضمینوونکی کادرونه نه دي را منځته شوي، د جماعت اساسي شرط دا دی چې فردي او ټولنیز نجات تضمین کړي، نه دا چې د ممبر او قلم اتل او په عملي ژوند کې د جنجال زېږونې رهبر وي.

فردي نجات په نبوي احادیثو کې داسې تعريف شوى دى:

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ، قَالَ: قُلْتُ: يَا رسول الله مَا النَّجَاةُ؟ قَالَ: «امْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ، وَابْكِ عَلَى خَطِيئَتِكَ ».[1]

(له عقبه بن عامر نه روایت دی، چې ما وویل: ای د الله تعالی رسوله! نجات په څه کې دی؟ هغه وفرمایل: ژبه دې پخپل واک کې کړه، کور دې درته پراخ شي او پخپلو ګناهونو دې وژاړه).

د پورته حدیث په رڼا کې نجات درې معيارونه لري:

(١): نجات هغوی موندلی چې ژبه يې پخپل واک کې وي: که د فرد په توګه غږیږي یا د ټولنې او حکومت په توګه، د ژبې سالم مدیریت کې اقتصادي بسیا کېدنه مهم فکتور دی، يو پښتو متل دی وايي: «د چا چې خورې د همغه سندرې به وايې».

نن چې هر مشر د خپل ولس له دردونو بې خبره او په پوره ویاړ پردۍ باجې غږوي، د اخلاقي، عملي، علمي، اقتصادي او سياسي فقر نتيجه ده، نن چې هر مشر د مختلفو ولسونو د مصلحتونو په خلاف دومره کاواکه غږېږي لامل يې سياسي بلواکي، اقتصادي بلوسه او امنيتي نيواکي ده. ټولنيز جوړښت بايد داسې وي چې د چارو د کره او پوره اجرا لپاره د ټولنې ټول وګړي چمتو شي. پښتو متل دی « چې په یو ګل نه پسرلی کېږي».

خو د بشري پرګنو د نجات لپاره باید لږ تر لږه د بڼ ۹۰٪ ګلان د ژوند په ګڼو ډګرونو کې وغوړیږي.

متاسفانه نه هغه پوهان چې موږ ترې د ولسونو د نجات هیله درلوده د وینو بهوونکي سېلابونه، کونډوونکي او یتیموونکي جریانونه تاییدوي.

(٢): پراخه کور: کور د راتلونکو نسلونو روزنتون دى، څومره چې پراختيا، پريماني او د کور انګړ پراخه وي هومره نوى نسل پياوړى، پرځان بسيا او منلى راځي، اسلامي حکومت بايد له توپير پرته هر چاته يو کور ورکړي او دا هله کېږي، چې دولت د غصب له مکارو پرګنو نه دولتي زمکې، دښتې، ورشوګانې، ځنګلونه او سيندونه خوندي کړي.

(٣): پخپلو بديو ژړا: معنوي ارزښتونه بايد دومره درانه شي چې هر يو د معنوياتو په بايللو وژاړي، معنوي ارزښتونه تر مادیاتو ورته ارزښتمن وي. ټول بشـري ارزښتونه په لاندې دعا کې رانغاړل شوي دي.

ټولنیز نجات په لاندې حدیث کې تعریف شوی دی دقت غواړي جماعت هغه دی چې بشري پرګنو ته له تبعیض پرته د ژوند لاندې آسانتیاوې برابرې کړي:

«عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ، رضي الله عَنْهَا عَنْ رسول الله ﷺ أَنَّهُ كَانَ يَدْعُو يَقُولُ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ الْمَسْأَلَةِ، وَخَيْرَ الدُّعَاءِ، وَخَيْرَ النَّجَاةِ، وَخَيْرَ الْعَمَلِ، وَخَيْرَ الثَّوَابِ، وَخَيْرَ الْحَيَاةِ، وَخَيْرَ الْمَمَاتِ، وَثَبِّتْنِي وَثَقِّلْ مَوَازِينِي، وَأَحِقَّ إِيمَانِي، وَارْفَعْ دَرَجَتِي، وَتَقَبَّلْ صَلَاتِي، وَاغْفِرْ خَطِيئَتِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ الْعُلَى مِنَ الْجَنَّةِ، آمِينَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ فَوَاتِحَ الْخَيْرِ وَخَوَاتِمَهُ، وَجَوَامِعَهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ، وَظَاهِرَهُ وَبَاطِنَهُ، وَالدَّرَجَاتِ الْعُلَى مِنَ الْجَنَّةِ، آمِينَ، اللَّهُمَّ نَجِّنِي مِنَ النَّارِ، وَمَغْفِرَةً بِاللَّيْلِ وَمَغْفِرَةً بِالنَّهَارِ، وَالْمَنْزِلَ الصَّالِحَ مِنَ الْجَنَّةِ، آمِينَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَلَاصًا مِنَ النَّارِ سَالِمًا، وَأَدْخِلْنِي الْجَنَّةَ آمِنًا، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ أَنْ تُبَارِكَ لِي فِي نَفْسِي، وَفِي سَمْعِي، وَفِي بَصَرِي، وَفِي رُوحِي، وَفِي خَلْقِي، وَفِي خِلْقَتِي، وَفِي أَهْلِي، وَفِي حَيَاتِي وَمَمَاتِي، وَفِي عِلْمِي، اللَّهُمَّ وَتَقَبَّلْ حَسَنَاتِي وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ الْعُلَى مِنَ الْجَنَّةِ آمِينَ».[2]

(له ام سلمه رضي الله عنها نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاء ډېره کوله: یا الله! زه د غوره سوال کولو غوښتنه درنه کوم، غوره دعاء، غوره نجات، د ښېګڼې کارونه، د ثواب کارونه، ښه ژوند او غوره مرګ غواړم، زما د نېکو چارو تله درنه کړه، ایمان مې ريښتینی کړه، درجې مې لوړې کړه، لمونځ مې قبول کړه او ګناهونه مې وبښه، په جنت کې درنه لوړې مرتبې غواړم، یا الله!دغه دعاګانې مې قبولې کړه.

یا الله!د خیر پیل او پای درنه غواړم، پوره خیر درنه غواړم، د چارو په سر او پای، ظاهر او باطن کې خیر درنه غواړم او لوړ جنتونه درنه غواړم، یا الله!دا دعاء مې قبوله کړې.

یا الله!له اوره مې وژغوره، جنت ته مې په امن ننباسه، یا الله! زه درنه غواړم چې زما په نفس کې برکت واچوه، زما په غوږو، سترګو، روح، پيدایښت، مرګ او علم برکت واچوه، نېکۍ مې قبولې کړه او په جنت کې لوړې درجې راکړه (آمِينَ).

جماعت هغه اسلامی ډله ده چې پورته چاری او امکانات خلکو، ژويو او نباتاتو ته تضمين کړای شي، دا چې خپل غړي او عشرګړي  پاللای شي او نور بشري توکمونه نشي پاللای جماعت نه دی.



[1]. الترمذي ، محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك ، سنن الترمذي ، ج ۴ ص۱۸۳. د حديث شمېره: ٢٤٠٦. هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ.

[2]. الطبراني ، الحافظ ابي القاسم سلېمان بن احمد ، الدعاء للطبراني ، ص 421.

No comments:

Post a Comment