لسم فصل:څلورم صفت( شفاء)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

 

لسم فصل:څلورم صفت( شفاء)

قرآن د بشر، حیوان او نبات د ژغورنې، درملنې او روغتیا لپاره راغلی، څومره چې وګړي او ټولنې ژغورلای شو، رنځوران درملولای او روغتیا ورته بښلای شو هومره مو د قرآن حق اداء کړی او څومره چې پکې پاتې راغلي یو هومره مو ترې سر غړونه کړې.

که موږ قرآن کریم او د محمدﷺ احاديث په علمي ډګرونو کې د جسمي، رواني اوعقلي ناروغيو عوامل نښې او کې کتنه وکړو ښايي خلک يې متوازن، پاک خوراک او څښاک ته چې د روغتيا بنسټ دى هڅولي دي.

قرآن کریم د زړه، عقل او جسم د وړتیاوو د ودې او ځپنې فردي او اجتماعي عوامل بیان کړي او د عاملينو عملي او رواني ځانګړنې يې په ګوته کړي دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: «عَنْ عَبْدِ اللهِ، قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: عَلَيْكُمْ بِالشِّفَائَيْنِ الْقرآن وَالْعَسَلِ». [1]

(له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی علیه وسلم وايي: تاسې دوى شفاوې ځان ته ضرور ولرئ، یو قرآن کریم او بل شهد).

قرآن د زړه د رنځونو شفا ده، يعنې د انسان د عقلي او رواني رنځونو روغتيا ده. د زړه رنځ د بدن تر رنځ ډېر خطرناک دی، بدني رنځونه په اوږدو څېړنو سره انسانان هم تشخيص او درملولاى شي، همدا لامل دى چې قرآن کريم د عقلي او رواني ناروغيو تشخيص او درملنه په روښانه بڼه وړاندې کوي.

لس عقلي او رواني رنځونه چې د نورو وګړیزو او ټولنیزو رنځونو سرچينه ده او قرآن کریم يې مخنوي او معالجې ته خلک وربلي لنډ يې یادوو:

١. کبر: د خلکو سپک ګڼل او حق تروړنه

٢. کرکه: د بل په خوښۍ او پرمختګ خواشينېدل.

٣. بغض: هر څه ته په کرکه کتل.

٤. ظلم: د خلکو پر ژوند، مال عقل، حيثيت او دين ملنډې وهل.

٥. شرک: له الله تعالی نه پرته د بل څه يا بل چا عبادت کول.

٦. غوسه کېدل: په غوسه، ګواښ او پټکو سره د ژوندانه چارې پرمخ ته وړل.

٧– مکر او درغلي: تېرايستل، چل، فريب کول.

٨– مايوسي او نهيلي: د مورال ماتیدل ځان ته په سپک نظر کتل.

٩– د ذلت احساس: د کمترۍ احساس.

١٠–غفلت: د ژمنو له اداېینې بې پرواېینه.

د قيامت تر ورځې چې د څومره رنځونو علاج چې د انسانانو په زړونو کې ګرځي، په قرآن کریم شته.

موږ په ډاډ ويلاى شو چې WHO (د روغتيا نړيواله اداره) دې موږ ته د اجتماعي، رواني، عصبي او جسمي نارغيو يو لست راکړي، موږ ورته د هر رنځ تشخيص او درملنه په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې ښوداى شو.

زموږ محدثین او مفسرین د حدیثو او تفسیر په دوره کې باید د فردي او اجتماعي رنځونو یو لست له ځان سره ولري او خپلو اورېدونکو ته يې له درملنې سره وړاندې کړي چې دغه سبک د ابن مسکويه، ابن جماعة، خرایطی، امام غزالي، ابن الجوزي او ابن قدامه المقدسي په لیکنو کې په حیرانوونکې ادبي او علمي بڼه وړاندې شوي دي.

موږ د ددغو سترو شخصیتونو سبک له لاسه ورکړ، ډېر څه مو له لاسه ووت.د بېلګې په توګه وګورئ د امام غزالي احیاء العلوم، د ابن الجوزي منهاج القاصدین، د مقدسې منهاج القاصدین، قرطبې، ابن کثير، رياض الصالحين.



[1]. الحاکم النیساپوري ، ابو عبدالله محمد بن عبدالله الحاکم ، المستدرك على الصحيحين ، ج۷ ، ص 243.


No comments:

Post a Comment