اخلاقي رنځوران


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

اخلاقي رنځوران

قرآن کريم (۱۵۰۰) آيتونه د اخلاقو په اړه راغلي دي، چې شنل او تطبيقي درس ته يې هر انسان اړ دی. محمد (ص) د پورته اخلاقي عملي، روښانه او په زړه پوری انځور و.

د محمد ﷺاخلاق هر انسان ته د ژوند په ټولو اړخونو کې معیار او هدف دی. اوس هم باید دیني شخصیتونه د همده ﷺ د اخلاقو عملي انځور وي. که په همدې معیارونو یو څوک ونه روزل شي او د اسلامي اخلاقو متخصص هم وي، په حقیقت کې یو اخلاقي رنځور دی، درملنې ته اړتیا لري. د قرآن کریم د عملي ممثل (محمد ﷺ) په شخصیت کې د نبوي اخلاقو یو څو بېلګې وړاندې کوو: «محمد ﷺ د رښتینولۍ، امانتدارۍ، وفا، ادب، خیرغوښتنې، خواخوږۍ، لورینې، زړه سوي، پرکارۍ، نرمۍ، سخاوت، بښنې، تېرېدنې، سپارښتنې، شفقت، درنښت، وقار، صبر، زغم، د خبرو آداب، له کینې، غوسې، رخې او بدبینۍ څخه د زړه صفايۍ، زړورتیا، دعزم، ارادې، تصمیم پوخوالی او معقولیت، مېړانه، منځلاري، سپېڅلتیا، پاکلمني، ورورګلوي، یووالي، د ښو دوستانو انتخاب، علم، پوهه، ویښتیا، روڼتیا، عزت النفس، د حقوق الله او حقوق العباد د ادا کولو لپاره له وخت نه ګټوره استفاده، سپارښتنه، مرسته، د بېوسو لاسنیوی، شرافت، شکر، د اللَّه تعالی د نعمتونو شکر، د اللَّه تعالی له حکم سره سم د الهي نعمتونو استعمال، ټولنیز خدمات او د داسې نورو اخلاقي ځانګړتیاوو په اړه چې یو یو مثال يې ولیکو، یو لوی کتاب ترې جوړېږي. د مجلس په اړه یې راځي چې مجلس یې نرم، مینه ناک، مهربانه، خواخوږی حیاناک، زغمناک او د امانت مجلس و چې د هر چا عزت پکې خوندي کېده او د هېچا پر حیثیت پکې تجاوز نه شو کېدای».[1]

د قرآن کریم په رڼا کې په پورته مواصفاتو د انسان روزل ډېراسانه دي، خو په دې شرط چې قرآن کریم د اخلاقي پرمختيا، شخصيتي پیاوړتیا او رنځونو د مخنوي او درملنې لپاره زده او ولوستل شي.



[1]. حلیمي محمد ناصر ، د محمد صلي الله عليه وسلم ژوند ، ص ۱۸۶.


No comments:

Post a Comment