لیکوال:محمدناصرحلیمي
«أَنْبَاءِ الْقُرَى» د سيمو خبرې
هره ټولنه د پرمختګ او پر شاتګ خپل لاملونه او عاملین لري. قرآن کریم د بشري
پرګنو د عروج او زوال ټول لاملونه په ګوته کړي دي. د ټولنیزې پرمختیا لپاره يې
شرایط او ځانګړنې ټاکلې دي. د شاتګ او
ډب لاملونه او عاملين يې هم ښودلي دي.
تاسې لاندې آیتونه په غور وګورئ چې ملتونه څنګه د درناوي لوړو پوړیو ته خیژي
او څنګه له منځه ځي!
«وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى
اٰمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ
وَالْأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (٩٦)
أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ
نَائِمُونَ (٩٧) أَوَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا ضُحًى
وَهُمْ يَلْعَبُونَ (٩٨) أَفَأَمِنُوا مَكْرَ الله فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ الله إِلَّا
الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ (٩٩) أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ الْأَرْضَ
مِنْ بَعْدِ أَهْلِهَا أَنْ لَوْ نَشَاءُ أَصَبْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَنَطْبَعُ
عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ (١٠٠) تِلْكَ الْقُرَى نَقُصُّ عَلَيْكَ
مِنْ أَنْبَائِهَا وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا
كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا مِنْ قَبْلُ كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى
قُلُوبِ الْكَافِرِينَ (١٠١) وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِمْ مِنْ عَهْدٍ وَإِنْ
وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ».[1]
(كه د سيمو خلكو ايمان راوړى واى او د تقوى كړنلار يې غوره كړې واى، نو
موږ به پرې د اسمان او زمکې د بركتونو دروازې پرانستې واى، خو هغو د
دروغو نسبت وكړ، نو موږ ځكه د هغې ناوړه ګټې په حساب كې
چې هغوى راغونډولې هغوى
ونیول او ايا د سيمو خلک اوس له دېنه بې غمه شوي دي چې زموږ عذاب به ناڅاپه د شپې له مخې چې هغوى ويده پراته وي، ورباندې رانشي؟
يا هغوى ډاډه شوي دي چې زموږ عذاب به كله پرې ناڅاپه د ورځې له مخې چې هغوى په
لوبو اخته وي رانشي)؟
ايا دوى د الله تعالی له پټ تدبير نه بې غمه دي؟ په داسې حال كې چې د الله
تعالی له پټ تدبير نه همغه قوم بې غمه كېږي، چې تباه كېدونكى وي او ايا هغو خلكو
ته چې د زمکې له پخوانیو اوسېدونكو نه وروسته د هغوی وارثان ګرځي، دغه واقعيت څه
درس نه دى وركړى، چې كه موږ وغواړو هغوى په ګناهونو نیولاى شو؟ (خو هغوى له
عبرتناكو حقايقو څخه ځان په غفلت كې اچوي) او موږ د هغوى پر زړونو مهر وهو. بيا به
هغوى هېڅ نه اوري. دا قومونه چې موږ د هغو کيسې درته اوروو (مثالونه
يې ستا په مخکې دي) د هغوى
پېغمبران هغوى ته له ښكاره څرګندو نښانو سره راغلل، خو كوم شى چې هغوى يو ځل دروغ
ګڼلى و، بيا د هغې منونكي نه وو. وګوره الله تعالی د حق د منكرانو پر
زړونو
داسې مهر وهي. موږ د هغو په زياترو كې د ژبې څه وفا
ونه مونده ؛ بلكې زياتره موفاسقان ومېندل).
په پورته آيتونو کې د يو ولس د تباهۍ لاندې لاملونه ښودل شوي دي:
1. د ايمان او تقوی له غوښتنو ځان ساتنه.
2. هغه بد کارونه چې ټولنه يې په اتفاق سره ومني.
3. خوبوړی او ويده قوم.
4. لوبيدلی او لوبغاړی قوم قومو په ګڼو نومونو ولوبول
شي، قومونه لوبتوکي او مشران يې لوبغاړي وي.
5. زيانمن قوم.
6. د ګناهونو سزاداره چې عاطفي قوتونه په خلکو کې وژل
کېږي او ځپل کېږي.
7. د ژمنو ماتول.
«وَلَقَدْ
أَرْسَلْنَا مُوسَى بِاٰيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ (٩٦) إِلَى فِرْعَوْنَ
وَمَلَئِهِ فَاتَّبَعُوا أَمْرَ فِرْعَوْنَ وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ
(٩٧) يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ وَبِئْسَ
الْوِرْدُ الْمَوْرُودُ (٩٨) وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ لَعْنَةً وَيَوْمَ
الْقِيَامَةِ بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُودُ (٩٩) ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْقُرَى
نَقُصُّهُ عَلَيْكَ مِنْهَا قَائِمٌ وَحَصِيدٌ (١٠٠) وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ
ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ اٰلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ
مِنْ دُونِ الله مِنْ شَيْءٍ لَمَّا جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَمَا زَادُوهُمْ
غَيْرَ تَتْبِيبٍ (١٠١) وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ
ظالمةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ (١٠٢) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَةً لِمَنْ
خَافَ عَذَابَ الْاٰخِرَةِ ذَلِكَ يَوْمٌ مَجْمُوعٌ لَهُ النَّاسُ وَذَلِكَ يَوْمٌ
مَشْهُودٌ(١٠٣)».[2]
(او موسی علیه السلام موږ له خپلو نښانو او له څرګند دلیل سره واستاوه. فرعون
او د هغه د سلطنت لوړ پوړيو كسانو ته، خو هغو د فرعون د حكم پيروي وكړه، په داسې
حال كې چې د فرعون حكم پر ريښتياوو ولاړ نه و. د قيامت په ورځ به هغه د خپل قوم په وړاندې وي او
تر خپل قيادت لاندې به هغوی د دوزخ لورې ته بوځي. د ورتګ څومره ناكاره ځاى دى، دا
چې څوك ورته ورسېږي! او پر دې خلكو به په دنیا او د قيامت په ورځ لعنت
وي. څومره بده بدله ده دا چې چاته وركړه شي! دغه د څو
كليو جنجالونه دي، چې موږ يې تا ته اوروو. له هغو نه ځينې اوس هم ولاړ
دي او د ځېنې لوشوي دي. موږ پر هغو ظلم نه دى كړى، هغو خپله پر
خپل ځان ظلم وكړ. كله چې د الله تعالی حكم راغى ؛ نو د هغو هغه معبودان چې له الله
تعالی پرته يې بلل، د هغو هېڅ پكار رانه غلل او هغو له هلاكت او بربادۍ نه پرته هغو ته
نوره څه ګټه ونه رسوله او ستا رب چې كله كومې ظالمې سيمې نيسي ؛ نو بيا د هغه نیول
همداسې وي، يقيناً د هغه نیوکه ډېره سخته او دردناكه ده. حقيقت دا دى چې په دې كې د هر هغه چا لپاره يوه
نښانه ده، چې دا خرت له عذابه وېره وكړي. هغه به يوه داسې ورځ وي چې ټول خلك به
پكې راغونډوي او په هغه ورځ كې چې بيا هر څه وي، د ټولو ته به ښکاري).
د لمنځه تلونکو ولسونو ځانګړتياوې
1- هغه ولس چې پوهان او مشران يې د فرعوني سياستونو منندويان
او پالندويان وي.
2- هغه ولس چې د پېغمبرانو له امرونو سرغړونه کوي.
3- هغه ولس چې مشرانو ته د ټولنې بېوسه بېوزله خلک
ښېراوې کوي.
4- هغه ولس چې يو پربل ظلمونه کوي.
5- هغه کلی چې ټولنيز جوړښت او تعامل د ظلم پر بنسټ وي
يو يې ظالم بل يې مظلوم وي.
No comments:
Post a Comment