لیکوال: محمدناصر حلیمي
۱۴. د خلکو غیر علمي قضاوت ته نه پاملرنه
د وروسته پاتې ټولنو بنسټیزه نیمګړتیا داده چې د خلکو د معلوماتو کچه ټیټه او د قضاوت کچه يې اوچته وي.
همدا لامل دی چې د پالونکیو قیادتو په پرتله پاروونکي قیادتونه په کې ډېر پلویان مومي.
د خلکو غیر علمي قضاوت ته نه
پاملرنه هم انسان له قرآن سره تړي، په همدې خاطر قرآن وايي چې تاسو دننه قرآن کې
تدبر وکړئ، پکې خپلې ورکې ومومئ، د هر حکم پر نتایجو غور او دقت وکړئ.
دا چې قرآن د ټولو کایناتو د رب
لخوا د حقایقو منعکسوونکی، حق ته قوت بښونکی او د حقوقو بیانوونکی دی، زموږ په
ټولنه کې داسې حقوق ادا کوونکي شخصیتونه شته، چې تر ځينو دینپوهانو یې عمل او نیت د حقونو او مسؤولیتونو د اداء
په ډګر کې د قرآن کریم له احکامو سره ډېر برابر او نژدې دی.
زموږ دا شکایت عام دی، چې زموږ په ټولنه کې انساني نیمګړتیاوې د علمي کچې په
تناسب زیاتیږي، یو لامل يې دا دی چې د خلکو توقع له پوهانو زیاتیږي عام خلک پوهان
د خپلو توقعاتو په کنډه کې تلي او دوهم دا چې علمي پرمختیا زموږ په چم کې تر ډېره
حده نظري ده تطبیقي نه ده. د بې عمله
زده کړې د ناورین د مخنیوي لپاره باید د قرآن زده کوونکيو زده کړې ته حقپال انسانان وهڅول او وروزل شي او د قرآن زدکوونکو کې د حقپالنې
احساس پياوړى شي.
په انسان کې چې څومره د حقپالنې
احساس پیاوړی وي، هومره په قرآن کریم ژر پوهېږي او له قرآن کریم نه ډېره ګټه اخستلای،
فردي او ټولنیزې ګټې د قرآن کریم له لارې خوندي کولای او پاللای شي.
«الٓمّٓرٰ تِلْكَ
اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَ الَّذِیْ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَ
لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ».[1]
(المر- دا د الهى كتاب آيتونه دي او هغه
کتاب چې ستا د رب له لوري په حقه درباندې نازل شوی دی، مګر (ستا د قوم) زیاتره خلك پرې ایمان نه راوړي).
«الر تِلْكَ اٰيَاتُ
الْكِتَابِ الْحَكِيْمِ».[2]
(الر- دا د هغه كتاب آيتونه
دي، چې له حكمت نه ډك دي).
د ژوند د نېکمرغۍ نښې ځکه پکې
ښکاره دي. چې هره کلمه، جمله او حرکت يې حکمت او برکت دی.
No comments:
Post a Comment