د قرآن کریم مدرس او ذکر


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د قرآن کریم مدرس او ذکر

د قرآن کریم مدرس باید د اخلاقي معیارونو هسکه نمونه وي، د قرآن کریم استادان باید د پېغمبر چلن خپل کړي، د مینې، لورینې او خدمت هسک سمبولونه وي. ځکه بشري نړۍ د یوې عجیبې عقلي پرمختیا په لور ګړندي ګامونه اخلي، چې دا زموږ د زمانې نېکمرغي ده. تر پخوا اوس قرآن کریم ډېرو مینه ناکو، لوراندو او عالمو استادانو او رحيمانه محیط ته ډېره اړتیا لري. اوس هم که څوک په ښوونیزو او روزنیزو ارګانونو کې له لښتو کار اخلي، بې له حماقته او بی حرمته بل نوم نشو ورکولای. که نبوي چلن مو خپل کړ هغه ورځ لرې نه ده چې یو ځل بیا له ابوبکر، عمر، عثمان، علي، خالد، خدیجه، فاطمه، عایشه، ام سلمه رضى الله عنهم.. په څېرشخصيتونه د بشري پرګنو عالمانه ادارې او عاقلانه رهبرۍ لپاره را پاڅي.

متل دی "اوبه د جام له مخې څښل کېږي".

همداسې چې قرآن کریم د نړۍ لوبالي خلکو، تېريګرواو بلواګرو کې منونکی او په عاقلانو کې منکر نلري، همداسې مسلمانان د قرآن کریم تطبیقي ټولنه نه لري. د قرآن کریم مخې ته ستر خنډ مسلمان دی د خوشحال خان خبره: «که ویشتلی یم خو بیا پخپل ټوپک یم». ځکه چې ټولنې مو په عالمانه او کریمانه بڼه قرآن کریم نه دی زده کړی او نه يې نورو ته ورښودلی. زموږ په ټولنه کې د قرآن کریم زده کړې ته د استولو ماشومانو انساني جوهر ټول په وهلو وهلو له منځه ځي، چې د قرآن کریم د درک، پوهېدنې او عملي کولو ته پکې هېڅ پاتې نه وي.

که غواړو د ملي او نړيوالو مفسدينو دسيسې او درغلۍ پر قرآني طرحو له منځه یوسو، بايد د قرآن کریم مدرس، تدریسي جریان او نصاب خوږ، لوراند، ښودونکی او روزونکی کړو. د بشري پرګنو د دښمنانو نادودې او تروړنکې هیلې هله خاورې کېږي، چې قرآني تدريس د خوږوالي، مينې او مهربانۍ لوړې علمي کچې او هسکې منتجې مرحلې ته ورسوو.


No comments:

Post a Comment