پر ماشوم ظلم


 لیکوال:محمدناصرحیلمي

پر ماشوم ظلم

بې نظمه زېږون پر ماشومانو ستر او نه جبرانېدونکی ظلم دی د نسلونو په تنظیم کې زموږ اړوندې ادارې بايد خپلې ژمنې پوره سرته ورسوي. د نن ورځې مشران د پرون ورځې کشران، د نن ورځې کشر د سبا ورځې مشر دی. ماشوم چې څومره په مینه، مهربانۍ او پوهې وپالل شي، هومره په راتلونکي کې له خپل ولس سره مینه ناک، کریمانه او رحیمانه چلن کوي. ماشومان تهدیدول او پټکې ورباندې کول ستر ظلم دی. دا په ماشومانو کې د غچ اخیستنې د احساس په وده کې لوى لاس لري، پياوړى کوي. مورال يې ماتېږي، شخصيت يې ځپل کېږي، پر ځان باور له لاسه ورکوي او د ژوند په ټولو اړخونو کې د نورو د اوږو بار کېږي.


No comments:

Post a Comment