۱۳. (۱) زړورتیا


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۳.      (۱) زړورتیا

الله تعالی موږ ته د هغو پېغمبرانو کېسې یادوي، چې روح يې د ظالمانو او ظالمانه نظامونو تر اغېزې لاندې نه راته. شخصیت يې د شهوت، شهرت، ثروت او منصب پر محور نه څرېده، درنښت یې د وړتيا پېرنې په بازار کې نه خرڅېده، د خپل ژوند په بیه یې خلک له ټولو هغو بدو چارو، بدو ویناوو او بدو اجتماعي جوړښتونو څخه ژغورل او له بدو پایلو څخه یې ډارول چې ټولنې پرې ړنګېدې او وګړي پرې پرځېدل. د ژوندانه په نهیلو حالتونو کې خلک هیله من کول او دردناکو شېبو کې یې خوښمنول او په ښو چارو ورته د بریا او پرمختګ زېری ورکول.

«وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ الله مُوسَى تَكْلِيمًا».[1]

(او موږ پر هغو پېغمبرانو هم وحې نازله كړې چې د هغو يادونه مو له دې نه مخكې تا ته كړې ده او پر هغو پېغمبرانو هم چې يادونه مو يې درته نه ده كړې. الله تعالی له موسى (علیه السلام) سره داسې خبرې كړې دي، لكه څنګه چې خبرې كېږي).



[1]. النساء: ۱۶۴.


No comments:

Post a Comment