لیکوال:محمدناصر حلیمي
دا چې قرآني پند او عبرت زړونو ته ورسېږي، انساني عواطف
سپېڅلي، رواني وضع غښتلې، عقلونه روښانه او جسم پیاوړی شي، باید د قرآني روزنې او
پوهېدنې لپاره اغېرمنې علمي لارې چارې تسهيلوونکی
وسایل او مسلکی تشکيل پکار واچوو. د قرآن کریم د ترویج لپاره داسې خوږې په زړه پورې، ښایسته لارې چارې او د قرآن
کریم په لارښوونو داسې ډاډمن، هوښياروونکى مینه ناک چاپېریال ایجاد کړو، چې خلک د
قرآن کریم د زده کړې او تطبیق پر لور عقلمند، مينه
ناک او ډاډمنونکي ګامونه واخلي
او د قرآن کریم له درسه په داسې حال کې راستانه شي، چې د بشري او طبیعي سرچينو او
ټولنیز انسجام په وده او پرمختګ کې داسې نقش ادا کړي چې ټولنه او
خلک د قرآني آیتونو عملي بېلګه شي.
No comments:
Post a Comment