لیکوال:محمدناصرحلیمي
پر نسل ظلم
پر نسلونو باندې ډېر لوی ظلم د لاندنیو نشه يي توکيو دودول
دي، ښکېلاکګر هېوادونه
چې کله یو هېواد د نېواکګرۍ په لومه کې ښکېلوي ځوانان یې په نشو او تماشو روږدي
کوي، اِبْن تَيْمِيَّة رحمه الله وايي: « إِنَّ الْحَشِيشَة أَوَّل مَا ظَهَرَتْ
فِي آخِر الْمِائَة السَّادِسَة مِنْ الْهِجْرَة حِين ظَهَرَتْ دَوْلَة التَّتَار»
[1]. ( چرس د لومړي ځل
لپاره د شپږمې پېړۍ په وروستنیو وختونو کې د تتار د غلبې پر مهال دود شو).
که د هېوادونو د اشغال حقوقي څېړنه وشي د اشغال سره یو
ځای شراب، چرس، بنګ، پوډر، افیون، تابلیت (کا) او داسې نور نشه یي توکي په اشغال
شوي هېواد کې تر بریده زیاتیږي، ځکه د اشغالګرانو نخرې او ظلمونه فقط نشه یان تحمل
کولای شي.
۱. نشه یي مواد
شراب او د
شرابو ټول ډولونه د الکسیس کاریل د څېړنې له مخې د بشري نسلونو جسم، عقل، روح او روان دننه په جن کې ځپي
ماشوم د پلار په وجود (سپرم) د مور د وجود (اوم) او د مور په نس کې، د مور د شیدو له لارې د شرابو د ناوړو پايلو پر بنسټ دومره ځپل کېږي، چې تر مړیني
اغېزمن وي[2].
۲. مخدره
مواد
خدر په
عربي ژبه کې شلولو ته وایي[3]. پوډر، هیروېين، چرس او بنګ نشه یيز توکي دي. مخدره توکي په انسان کې عقلي، رواني
او جسمي قوتونه شل کوي. د شرابو غوندې او تر شرابو په خطرناکه بڼه راتلونکي نسلونه په سلګونو جسمي، عقلي،
رواني او ټولنیزو رنځونو رنځوروي.
«وَحَكَى الْعِرَاقِيّ وَابْن تَيْمِيَّة الْإِجْمَاع عَلَى
تَحْرِيم الْحَشِيشَة».[4] ( عراقی او ابن تیمیه
وایی، چې د ټول امت اجماع ده چې چرس حرام دی).
۳. مفتره
مواد
نصوار، سګریټ، پان او داسې نور ستومانوونکي توکي پخپلو
روږدیو کې خطرناک اغېز لري، چې راتلونکي نسلونه هم زیانمنوي.
عن ام سلمة قالت: «نهى رسول الله ص عن کل سکر و مفتر».[5]
له ام سلمه نه روايت دى: «رسول الله له نشې او ستومانه
کوونکي شيانو له څښاک څخه منع کړي».
حرام
خواړه او د نورو پرماشومانو ظلم، هم ټولنه بدمرغه کوي، ځکه محروم ولس ښه نسل نه شي
روزلی.
«وَلْيَخْشَ
الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ
فَلْيَتَّقُوا الله وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا».[6]
(خلكو ته
د دې خبرې له پامنیوي سره اندېښنه په كار ده، چې كه هغوى تر ځان وروسته بېوسي
اولادونه پرېږدي ؛ نو د مرګ په وخت كې به د خپلو اولادونو لپاره څنګه ځورېدلي وي ؛
نو بايد چې هغوى له خدايه ووېرېږي او رښتيا وينا وكړي).
[1]. عظيم ابادي ، ابن
عبدالرحمن شرف الحق العظيم ابادي ، عون المعبود شرح سنن أبي داود ، ج 8 ، ص186.
[2]. کاریل ، الکسیس ، جنتیک ، ص .
[3]. الوجیز د خدر کلمه. شل كول ، «تعطيل الإحساس موضعيا بالكوكايين». د احساس له منځه وړل په کوکائین سره. المعجم
الوسيط ، ( ج 1ص 220 ) . «الخدر المظلم الغامض من الأمكنة والغيم والمطر ( خدر تورتموونکی او
پېچلي ځای ته وايي) . او په ( الفلسفة ) فقد الإحساس عاما كان أو موضعيا
وقد يكون نتيجة لحالة نفسية أو عضوية: ( د بدن غړيو عقل یا عاطفه داسې حالت ته رسول چې عام یا
ځانګړی احساس له منځه یوسي). ( الخدر )
الليل المظلم ، ( خدر تیارې شپې ته
وايي». د خدر له تعریفه دا جوتیږي چې په یوه ټولنه کې د مخدره موادو ترویج ، د اتم
بمب تر استعمال لږ جرم نه دی ، اتم بمب خلک وژني له لګښت او پر ټولنه له بارېدو
څخه یې ژغوري او مخدره مواد یې داسې مړژواندی کوي چې هم مړ وي او هم ژوندی ، لګښت
یې د ژوندیو او بېکارتوب يې د مړو.
[4]. عظيم ابادي ، ابن عبدالرحمن شرف الحق العظيم ابادي ، عون المعبود
شرح سنن أبي داود ، ج 8 ، ص186.
[5]. عظيم ابادي ، ابن عبدالرحمن شرف الحق العظيم ابادي ، عون المعبود
شرح سنن أبي داود ، ج 8 ، ص۱۸۶.
[6]. النساء: ۹.
No comments:
Post a Comment