لیکوال:محمدناصرحلیمي
مسلکي ظلم
پر خپل مسلک پوره نه برلاسي او له خپل مسلک نه ناروا ګټه مسلکي
ظلم دی، لکه په علومو په
نه پوهېدو سره سره خدمتونه وړاندې کوي يا
پوهېږي ؛ خو د حق اداينې پر ځاى حقتلفي کوي.
متاسفانه د مسلکونو د خاوندانو ظلم
د ټولو ظلمونو سرچینه ده. فقیه مو مکلف دی چې زموږ روح او عقل د حلالو او حرامو په
مراعاتولو وروزي، هسې نه چې موږ د فقهي تعصباتو په لومه کې داسې ښکېل کړي، چې د
مسجد په صف کې د ناندريزو استحبابي موضوعګانو پر سر یو بل سره کینې او بدبېنې وکړو.
انجینر ته د روزنې او پر ځان بسيا
ژوند داسې مخه هواره کړو چې تر سرک جوړولو مخکې د ځان د میلیونر کولو هڅه ونکړي.
استاد مو له شاګرد سره د پلارولۍ
او مورولۍ داسې شخصیت بښونکی چلن وکړي چې له فراغته وروسته هر مشر خپل پلار، هر
کشر خپل اولاد او همزولي خپل ورونه او خویندې وګڼي. داسې کلانکاره وضع ورسره ونکړي،
چې شخصیت یې دومره ووژل شي چې بیا فرد محوره ژوند وکړي، ملي منافع تر شخصي منافعو او
ملي دریځونه له شخصي دریځونو نه ځار کړي.
داسې عزتمن او ویاړلي سیاستوال
دولتي پوړيو ته راشي چې د ولس مړول، خړوبول، کورمنول په علمي او صنعتي ډګرونو کې
يې له برياليو ولسونو سره یې سیال کول وروستی ارمان او بنسټیز هدف وي. داسې سپک
خلک باید سیاست ته لار ونه مومي، چې دولتي واک د لوټمارۍ او قاروني مالونو د
راټولولو طلایي چانس ګڼي.
داکتر مو داسې ژمن مؤمن وروزل شي، چې
د مریض له جېب سره خپلې سترګې ونه ګنډي، د بدلو درملو د پلورلو پړه پر غاړه او د
ناپوهۍ جنایت په دماغ کې و نه لري. متاسفانه زموږ د ډېرو ارګانونو د چارو شننه او
ارزونه با وجدانه انسان لړزوي. په ډېر تاسف سره باید ووایو چې زموږ ښوونیزې او
روزنیزې برنامې دومره پیکه او کچه دي چې په ملي او بین المللي کچه داسې لوټمار او
قاتل نشته چې ناکردو ته يې ممبروال او لیکوال زرینې پردې نه جوړوي، يا داسی ويناوې او ليکنې کوي چې ولس مو د اړينو
په اړه بی پروا او په نا اړينو کې يې مغرضانه بوختوي، احساس يې پاروي او عقل یې
ویده کوي.
د عزتمن سهل الهضم، هدفمن او
سپېڅلتیا پاله ښوونیز، روزنیز او فرهنګي نصابونه د مسلکي ظلم مخه نیولای شي.
No comments:
Post a Comment