لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآن د عقل او عاطفې ژبه
هر سالم فطرت هغه غواړي، چې قرآن کریم ویلي دي. قرآن نړیوال سره په یوه ژبه پوه ؛ خو په دې
شرط چې مفسر له عاطفي پلوه د رحمةللعلمين او هدی للعلمين په روحیه روزل شوی وي او د نړېوالو ستونزو د حل او د نړېوالو نوښتونو لپاره
يې فکري او عاطفي روزنه اخیستې وي.
محدود او په تعصب کې روزل شوي قرآنپوهان د قرآن کریم له لمره تته ډیوه جوړوي او خپلو خام علمو
شاګردانو ته دا ښايې چې همدا موږ څو تنه یو،
نورو خلکو ته د دې تتې ډیوې رڼا نه ده رسېدلې او نه رسېږي، تعصب عجیب کمال لري ؛
تعصب انسان دومره ړندوي چې روښانه لمر ورته تته ډيوه بريښي.
د داسې خلکو کاري نتایج تر صفر ټيټ وي ؛ خو خبرې او انتقاد یې د ټولنیزو
او وګړیزو ښېګڼو، لاملونه او عوامل وچ او لامده
ټول سېځي.
No comments:
Post a Comment