۱۴. ځور او زیان


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۴.         ځور او زیان

د قرآني هدايت يوه نښه دا ده چې کله قوم قرآني هدايت ترلاسه کړي له ځور او زيانه بچېږي.

زموږ اسلامي ټولنې له پېړو پېړو راهېسې د پورته وګړیزو او ټولنیزو بېلاریو په زخمه (ګرداب) کې ګرځي او ډوبېږي، چې له ميليونونو مادي او معنوي زیانونو سره يې مخ کړي دي او ولسونه پېړۍ پېړۍ کړېدلي دي.

بشريت د ژوندانه په ډېرو ګڼو ډګرونو کې کړاوونه ګاللي دي، چې د زړه دردناک داغونه یې لا د تاریخ په ژړاند زړه په سرامنو[1] اوښکو کې پټ ساتل شوي دي.

د دې آیتونه په لوستو مې، خپل هېواد سترګو ته درېږي او زړه ته مې راځي، چې یا الله! زموږ په ټولنه کې د ژوند ټولو اړخونو ته متخصص، خواخوږي او درملاند قرآنپوهان پیدا کړې، که د سترو شخصيتو لورېنه نه کوې، چې ټول قرآن کریم پلی کړي، داسې لومړني مشران ؛ خو راکړه چې دغه اوه آيتونه درک او پلي کړي او د همدې آيتونو په منتج تطبيق مو ولس وژغوري:

«ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (٤١) قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُمْ مشركِينَ (٤٢) فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ الله يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ (٤٣) مَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنْفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ (٤٤) لِيَجْزِيَ الَّذِينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ (٤٥) وَمِنْ اٰيَاتِهِ أَنْ يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (٤٦) وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ».[2]

(په وچه او اوبو كې فساد ښکاره شوی دى، خلكو د خپلو لاسونو او ديدو عملونو د بدو پايلو خوند وڅكي، ښايي چې هغوى له بدۍ راوګرځي. (اى پېغمبره!) دوى ته ووايه چې پر ځمكه وګرځئ، وګورئ چې د مخكنېو تېرو شويو قومونو پایلې څه شوې؟ زياتره يې مشركان وو، نو (اى پېغمبره!) خپل مخ په كلكه د دغه رښتني دين لوري ته واړوه مخكې له دې چې هغه ورځ راشي، چې د مخنیوي هېڅ چاره یې د الله لخوا نشته په هغه ورځ به خلک دانه وانه يوله بله بېل شي. څوک چې كافر شوی دى، د هغه د كفر وبال پر همغه دى او كومو خلكو چې نېک عمل كړى، هغوى د خپل ځان لپاره په (جنت كې) ځايونه برابروي چې الله تعالی ايمان راوړونكو او نېک عملو ته پخپل فضل مكافات وركړي. دا باوري ده، چې الله تعالی كافران په هېڅ ډول نه خوښوي. د هغه له نښانو ځینې دا دي، چې زېري وړونکي بادونه لېږي، له خپل رحمت نه ستاسې د استفادې او د دې لپاره چې بېړۍ يې په حكم وچلېږي او تاسې يې فضل (حلاله روزي ) ولټوئ او د هغه شكر ايستونكي شئ او موږ تر تا مخكې پېغمبران د همغو قوم ته ولېږل او هغوى له روښانه نښانو سره هغو ته راغلل بيا چې چا جرم وكړ، له هغو نه مو غچ واخست او پرموږ دا حق و چې موږ له مؤمنانو سره مرسته وكړو).

زموږ پر ټولنو اسماني او زمکني عذابونه راغلي هر انسان د بل انسان د ظلم او تېري خوند څکي. د دې ځپونکي او وژونکي ټولنيز رنځ د درملنې لپاره په قرآن کریم کې هر څه شته ؛ خو موږ څه نه لرو. په لاندې آيت کې دقت وکړئ او درملنه يې ومومئ.

«قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْاٰيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ (٦٥) وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُلْ لَسْتُ عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ (٦٦) لِكُلِّ نَبَإٍ مُسْتَقَرٌّ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ(۶۷)».[3]

(ووايه، ! هغه پر دې قادر دى چې پر تاسې كوم عذاب له پاسه نازل كړي، يا ستاسې دد لاندې عذاب درکړي، يا تاسې پر ډلو ووېشي، چې هره ډله د بلې ډلې د ظلم خوند وڅكي. وګوره، موږ په څه شان بیا بیا له بېلابېلو لارو خپلې نښانې دوى ته وړاندې كوو، بويه چې دوى پردې حقيقت پوه شي. ستا قوم يې نه مني په داسې، حال چې حقيقت دى. دوى ته ووايه! چې زه پر تاسې څارګر نه يم ټاکل شوی د هر خبر د نه تطبيق بدې پايلې وينئ، ډېر ژر به تاسې د خپلو چارو له پايلو سره مخ شئ).

«وَضَرَبَ الله مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ الله فَأَذَاقَهَا الله لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ».[4]

(الله تعالی د يوه كلي مثال راوړى دى. چې ډاډمن او بېغمه وه او له هر لوري ورته پرېمانه روزي رسېده ؛ خو خلک يې د الله تعالی د نعمتونو ناشكري وکړه بيا الله تعالی ورباندې د كړو وړو بد خوند ورڅاكه ترسن او وسرهن يې کړ).

په باور سره ویلای شو چې دا آیت زموږ د ټولنې دقیق انځور دی له لمره رزق روان، سیندونه د وچو پراخو دښتو ترڅنګ څپاندې او ژړاندې ځوانې وړتیاوې په کار زیار پسې لالهاندې دي ؛ خو خلک مو له ټولو نعمتونو بې برخې او محروم دي دا آیت ټول زموږ په اړه نازل شوی دی، زموږ د ټولنې د کړاوونو او دردناکوکيسو تصویردی، ځینې خلک وایي چې موږ مؤمنان يو ؛ ځکه په ستونزو کې ښکېل یو، د دې ناسم تحلیل پر ځای باید ووایو: مسلمان ژمن دی، چې خپله ټولنه له دې بد حالته د خپلوښو اعمالو، درنو ویناوو او ګټورو افکارو د سمون او پرمخ يون له لارې وباسي.

قرآن ته په هر اړخیزه توګه د عمل او تطبیق په ډګر کې ټوليزه منتجه او عالمانه مراجعه، د قرآن کریم په رڼا او معیار د فردي او اجتماعي اهدافو ارزونه او ټاکنه ده. د پرمختیايي چارو لپاره پياوړي او ستايلي کاري ټیمونه او د ژوند د هر ډګر د رغون څېړنیز ارګانونه رامنځته کول، موږ له پورته ناورینونو څخه ژغورلای شي.



[1]. خوناب.

[2]. الروم: ۴۱-٤٧.

[3]. الانعام: ۶۵-۶۷.

[4]. النحل: ١١٢.


No comments:

Post a Comment