لیکوال:محمدناصر حلیمي
د دیني علماوو دنده او ونډه په روغتیا کې
د دیني
علماوو دنده دا نه ده، چې په مذهبي تعصباتو او تنظیمي ځان ستاینو او بل غندنه کې د
ښکېلو ډلو ټپلو لپاره نصوص لاندې باندې تحريف، تاویل
او تعبیر کړي. له استثنا پرته د انساني ټولنې د ټولو وګړو فردي او اجتماعي رنځونو
تشخیص او د درملنې مسؤولیت د قرآنپوهانو پر غاړه دی.
عالم هغه دی چې د رنځونو رامنځته کېدو لاملونه په ګوته، تشخیص
او درمل ورته تجویز کړي. متأسفانه له موږ سره د عالم تعريف دا دى چې د لمانځه، اوداسه
او د فرعي موضوع ګانو په اړه معلومات ولري او توضیحات ورکړي! په داسې حال کې چې د
عالم دنده په ژوندانه کې د جړو او ضاعو پېژندنه او سمونه ده.
امام حسن البصري رحمه الله دعالم په اړه داسې وايي: « الفتنة إذا أقبلت عرفها كل عالم وإذا أدبرت
عرفها كل جاهل ».[1]
(عالم هغه
دى چې فتنه له راتګه مخکې وپېژني).او فتنه هر هغه وينا، حرکت او فعاليت چې د انسان د عقلي،
عاطفي او جسمي پرمختګ مخې ته خنډ شي، يا وګړي او ټولنې په ګناه کې ککړې شي.
علماء هغه
دي چې لومړی د بشري روغتیا په اړه مسؤولیتونه په نښه او د منتج تطبیق لارې چارې په ګوته کړي. مسؤولیتونه مو
ځکه لومړی یاد کړل، چې قرآن کریم په مکي سورتونو کې حقوق العباد تر حقوق الله
لومړى ګڼلي.
په مکي
سورتونو کې مسکین، یتیم، ښځه، جينکۍ، پېغلې، ماشومان، میندې میراث، .. اقتصادي، طبیعي
او بشري منابع لکه لمر، سپوږمۍ، زمکه، کانونه، سیندونه، هوا، وخت، امکاناتو او
بشري سرچېنو سمبالنه، ظلم، عدل، علم، نظام او داسې نور یادېږي.
په مدني
سورتونو کې تر مکي ډېر په لمانځه، روژه، زکات، حج، .، جهاد، اجتماعي، دنياوي او اخروي اصولو ټینګار کېږي ؛ نو باید تر
مسؤولیتونو پېژندو وروسته، فرایض په نښه او د تطبیق لارې چارې وښودل شي.
بیا پسې
متفق علیه مستحبات، بیا مختلف فیه مستحبات په نښه او تطبیق ته یې ترتیب او طریقه
وښيي. زموږ په ټولنه کې ناژمنتوب او بې مسؤولیتي ځکه ډېر لوړه ده، چې دین زموږ په
ټولنه کې له مختلف فیه مستحباتو څخه پیلېږي. مسؤولیت او حق څه چې فرایضو ته هم وار
نه رسېږي.
متأسفانه د مسؤولیتونو او حقونو د ادا علماء د ګوتو په شمېر
لرو. د فرایضو د ادا او له حرامو څخه د ځان ژغورنې پوهان لرو ؛ خو منتظم، سمبالن
او لارښود مشران نه لرو او که يې لرو په ګڼو نومونو سره وېشل شوي او په نا اړينو
چارو بوخت دي.
د ډېرو سترو عالمانو نومونه اورو، تحلیل او شننه يې اورو، سره
له دې چې وړتیا یې لوړه، د مسلمانانو له دردونو خبر دى ؛ خو چې خبرې يې واورې داسې
انګېرې، چې اسلام کې يواځې مستحباتو سره بلد دی، له نور دين څخه بې
خبره دی.
ښوونیز او روزنیز نصاب مو هم تر اتیا سلنه زیات له عملي ژوند
سره تړاو نه لري او پر نا اړینو موضوع ګانو بحث او مناقشه تر اړینو هغو ډېره زیاته
ده، زموږ په جهل ځپلي ټولنه کې هغه څوک ستر علماء ګڼل کېږي، چې په همدې فرعي موضوع ګانو ولسونه سره جنګوي
او د ولسونو احساسات د فرعي موضوعګانو پر سر پاروي!!
که موږ
خپله ټولنه ترڅېړنې لاندې ونیسو، جوته به شي، چې دا ټولنه د رنځورو قیادتونو له
امله رنځوره او له رکود سره مخ ده او کونډوونکى او يتيموونکى جوړښت لري، د شهادتونو
فتواوې لري ؛ خو د کونډو پالنې، یتیمپالنې، بېوسپالنې فتواوې نه لري.
له اسلام
سره زموږ ستره جفا دا ده چې لمونځ نشي ژباړلی او فتوی ورکولای او مجالس پخپلو خامو
معلوماتو تسخیرولای شي. له داسې حقپال دین څخه جاهلانه فتوی، ظالمانه برداشت حیرانوونکی، دردوونكی او زړه بوږنوونکی دی.
تر هغه به
کړېږو چې د دې رنځورو قيادتونو د درملنې
لپاره د یوې نړېوالې معتبرې فتوی باوري منبع له لارې د قرآن کریم، نبوي احاديثو او
فقهي لارښوونو په رڼا کې کره او پوره درملنه او انسان ژغورنه را منځته نه کړو. دا هله كېدای شي چې دیني عالمان دا ومني چې د قیادتونو درملنه
د دیني علماوو وجیبه او د سپېڅلو شخصیتونو فریضه ده.
دا هله شونې ده، چې داسې سپېڅلي چارواکي ترلاسه
كړو، چې د علماو او متخصصينو دروازې ته د خپلو ولسونو د ستونزو د حل او پرمختګ په پار
ودرېږي. نه دا چې عالم د يوې مړۍ ډوډۍ په پار د واکمن ملاقات ته انتظار کوي.
No comments:
Post a Comment